د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړی


د ایران سپاه پاسداران ځواکونه
د ایران سپاه پاسداران ځواکونه

سپاه پاسداران انقلاب نن اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړ چې د تروریستي ډلو په فهرست کې د دې ډلې د شاملولو پرېکړه به یې یوه لویه غلطي وي.

ایران دا خبرداری وروسته له هغه ورکوي چې د اروپا پارلمان د چهارشنبې په ورځ د رایو په اکثریت د تروریستي ډلو په لېست کې د دې ځواک د شاملولو لپاره رایې ورکړې.

دا غوښتنه د سپاه پاسداران تروریستي فعالیتونو، په ایران کې د وروستیو اعتراضونو ځپلو او روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو ورکولو ته په پام سره شوې ده.

دا رایه اجرایي تضمین نه لري، خو داسې مهال اعلانېږي چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو لا پخوا پتېیلې چې راتلونکې اونۍ به د ایران پر حکومت د بندیزونو د زیاتولو په اړه خبرې کوي.

د سپاه پاسداران د اړوندې خبري ویبسایټ سپاه د راپور له مخې د دې ځواک لوی قوماندان تورنجنرال حسین سلامي ویلي چې که اروپايي ټولنه دا تېروتنه وکړي نو باید له عواقبو سره یې هم مخامخ شي.

د اروپايي ټولنې پارلمان د عمومي غونډې انځور
د اروپايي ټولنې پارلمان د عمومي غونډې انځور

هغه همداراز ویلي اروپايي ټولنه داسې فکر کوي چې په دې ډول اقداماتو سره به د دې لوی پوځ بنسټ ولړزوي.

هغه زیاته کړه چې ایران به هېڅکله له دې ګواښونو ونه وېرېږي.

د سلامي له څرګندونو مخکې د ایران د پارلمان رییس باقر قالیباف چې د سپاه پخوانی قوماندان و، هم د اروپايي ټولنې د غوښتنې پر وړاندې غبرګون وښود.

د سپاه ویبپاڼې د راپور له مخې نوموړي ویلي چې پارلمان به د هرې هغې پرېکړې پر وړاندې ځوابي اقدام وکړي چې دې ځواک ته زیان ورسوي.

د بسیج په نوم د رضاکارو ملېشو ځواک د سپاه پاسداران یوه برخه ده چې په ایران کې له سپټمبر میاشتې راهیسې د پیل شویو مظاهرو د ځپلو دنده لري.

دا مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې د مهساامیني په نوم ۲۲ کلنه پېغله، د پوره حجاب د نه مراعاتولو په پلمه د پولیسو له خوا ونیول شوه او وروسته یې په توقیف کې سا ورکړه.

ایراني چارواکي وايي د دې مظاهرو له پیل وروسته د ناامنیو په پېښو کې د امنیتي ځواکونو په ګډون سلګونه کسان مړه او زرګونه نور نیول شوي دي.

سپاه پاسداران چې په ۱۹۷۹ کال کې له اسلامي انقلاب لنډه موده وروسته رامنځته شو یوازې لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي ته مسوول دی او خپل پلي، سمندري او هوايي ځواکونه لري.

متحدوایالتونو لا پخوا سپاه پاسداران او د القدس په نوم د دې ځواک بهرنۍ څانګه د بهرنیو تروریستي ډلو په فهرست کې شامل کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG