د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

د انګلستان فوټبال لیګ سیالۍ بېرته پیل شوې


د انګلستان د فوټبال لیګ له سیالیو یو انځور
د انګلستان د فوټبال لیګ له سیالیو یو انځور

د فوټبال نړیوال جام لپاره د انګلستان فوټبال لیګ ځنډول شوې سیالۍ تېره شپه یو وار بیا پيل شوې چې په ترڅ کې یې ۷ لوبې ترسره شوې.

لومړنۍ لوبه د برینټ فورډ او ټوټینم ترمنځ ۲ـ۲ مساوي پای ته ورسېده، په دویمه لوبه کې بیا فولهم ۳ـ۰ کرسټل پیلیس ته ماتې ورکړه.

دغه راز په ترتیب سره ولوهامټن ۲ـ۱ ایورټن ته، نیوکاسل یونایټیډ۳ـ۰ لیسټر سیټي ته، برایټن ۳ـ۱ ساوټمپټن ته، لېورپول ۳ـ۱ اسټن ویلا ته او د ورځې په وروستۍ لوبه کې ارسنال ۳ـ۱ ویسټهام یونایټیډ ته ماتې ورکړې.

ارسنال او نیوکاسل لوبډلو تر پرونیو بریاوو وروسته په درجه بندۍ کې لومړی او دویم مقام خپل کړ.

د یادونې ده چې دا سیالۍ د جولای میاشتې په ۳۰ مه نېټه پیل شوې وې چې بیا د نومبر میاشتې په ۱۲مه نیټه د فوټبال نړیوال جام په پار وځنډېدې.

XS
SM
MD
LG