د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام جایزې کومو لوبغاړو وګټلې؟


د فوټبال نړيوال جام کپ، چې ارجنټاين لوبډلې ته ورکړل شو.
د فوټبال نړيوال جام کپ، چې ارجنټاين لوبډلې ته ورکړل شو.

د قطر په لوسیل لوبغالي کې د ډسمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه ارجنټاین د فوټبال په نړیوال جام کې فرانسې ته د پنالټي شوټونو په مرحله کې ۴ـ۲ ماتې ورکړه او ۳۶ کاله وروسته یې د درېیم ځل لپاره نړیواله اتلولي وګټله.

په دې سیاليو کې یو شمېر لوبغاړو ته ځینې مهمې جایزې ورکړل شوې.

په دې سیالیو کې د تر ټولو ځوان لوبغاړي جایزه د ارجنټاین اېنزو فرنانډيز ته ورکړل شوه هغه اوس مهال ۲۱ کاله عمر لري.

د غوره ګول ساتونکي جایزه هم د ارجنټاین لوبغاړي ایمالیانومیرنانډيز ته ورکړل شوه.

هغه په پایلوبه کې د پینالټي شوټونو پر مهال د فرانسې د یوه شوټ دفاع هم وکړه.

لېونل میسي بیا په ټورنمنټ کې د اغېزناک او غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې سره یې دغه نړیوال جام د ۷ ګولونو په وهلو سره پای ته ورساوه.

د فوټبال نړیوال جام د سرو زرو بوټ بیا د فرانسې ۲۳ کلن ګیلیان ایمباپې وګاټه، هغه تر ټولو لوبغاړو مخکښ و او ۸ ګولونه یې وهلې و.

د یادولو ده چې په دې نړیوال جام کې د لومړي مقام ګټونکو لوبغاړو ته د سرو زرو، دویم مقام ګټونکو ته د سپینو زرو او درېیم مقام ګټونکو ته د برونزو مډالونه وویشل شول.

XS
SM
MD
LG