د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

خوست کې د ښوونځي فارغان: ځوانان دې زده‌کړو ته پاملرنه ډېره کړي


خوستي فارغان له ځوانانو زده کړو ته د پاملرنې غوښتنه کوي.
خوستي فارغان له ځوانانو زده کړو ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

په خوست کې د خصوصي ښوونځیو فارغان وايي، په هېواد کې وروستيو سیاسي بدلونونو او اقتصادي ستونزو د دوی پر ژوند اغېز کړی، خو دوی نه‌دي زړه توري شوي او د یو ښه راتلونکي په امید يې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی دی.

دوی له نورو ځوانانو هم غواړي، چې له ناهیلیو تېر شي او د خپلو خلکو د خدمت او د هېواد د ابادۍ لپاره دې ځانونه پر زده‌کړو سمبال کړي.

ما هم لوږې تېرې کړي، ستونزې مې زغملي او تر ښوونځي راغلی ی

په خوست کې دا مهال د حکومتي ښوونځیو په خوا کې ۱۲۹ خصوصي ښوونځي هم فعالیت لري، چې د ۱۵۳۰ تنو نجونو په ګډون نږدې ۳۲ زره زده کوونکي په کې پر زده‌کړو بوخت دي.

ضیاء الله ارمان چې په خوست کې د یو خصوصي ښوونځي له دولسم ټولګي فارغ شوی مشال راډيو ته وویل: "دا چې په افغانستان کې عموماً ژوند او په ځانګړې ډول زده کړې له ډېرو ستونزو سره مخامخې وي، نو په سختو شرایطو کې تر دې ځایه راورسېدو، ما هم لوږې تېرې کړي، ستونزې مې زغملي او تر ښوونځي راغلی یم، قوي هوډ لرم، چې تر لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا کچې به زده کړې کوم او خپل دردیدلي ولس لپاره به د خدمت مصدر ګرځم."

خوست کې له دولسم ټولګيو د ځوانانو د فراغت مراسم
خوست کې له دولسم ټولګيو د ځوانانو د فراغت مراسم

د ښوونځیو فارغان وايي، سیاسي بدلونونه او اقتصادي ستونزې تل نه وي، خو نوی نسل باید هڅه وکړي چې ځانونه په پوهه سمبال کړي او له هرې ممکنې لارې هېواد او خلکو ته د خدمت کولو جوګه شي.

د دولسم ټولګي یو بل فارغ التحصیل عثمان غني احساس وايي، دا تیر دوه کالونه یو څه ستونزو سره مله وو او د خلکو اقتصادي ستونزې هم ډېرې شوې دي، خو ځوانان باید د زده کړو فرصت دلاسه ورنه‌کړي.

په خوست او افغانستان کې د خصوصي سکټور د فعالیتونو پر وړاندې په تېر او اوس وخت کې یوه مهمه ستونزه د ډېرو مالیو اخیستل بلل کیږي.

پانګه اچوونکې وايي، اړونده ادارې باید د خصوصي سکټور لپاره اسانتیاوې او پرمختیاوې برابرې کړي.

خوستي فارغان له ځوانانو زده کړو ته د پاملرنې غوښتنه کوي.
خوستي فارغان له ځوانانو زده کړو ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

په خوست کې د مشعل لېسې بنسټګر اسلام ژوند د خصوصي ښوونځیو په مخکې د یو شمېر پرتو ستونزو د یادونې تر څنګ له اړوندو ادارو غواړي چې دوی ته دې ځینې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي زیاته کړه: "که چیرې دولت موږ سره د مساعد چاپیریال په برابرولو کې مرسته وکړي، مالیات ورباندې کم کړي، خصوصي ښوونځیو سره د نصاب د کتابونو همکاري وکړي، نو موږ به خپل هېواد ته لا خدمت وکړو. "

یاده دې وي په دې وروستیو کې په خوست او ټول افغانستان کې د اقتصادي ستونزو او په راتلونکې د ځوان کهول د باور د کمېدو له کبله د خصوصي ښوونځیو د زده کوونکو، همدارنګه د انسټیټیوټو او لوړو زده کړو د موسسو د محصلانو شمېر لږ شوی دی.

XS
SM
MD
LG