د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

فوټبال؛ نن په وروستي ګروپي پړاو کې څلور لوبې کېږي


قطر کې د فوټبال نړيوال جام
قطر کې د فوټبال نړيوال جام

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن په وروستي ګروپي پړاو کې څلور مسابقې کېږي.

د کابل پر وخت د ماښام اووه نیمې بجې جنوبي افریقا له پرتګال او ګانا له یوروګوای سره مسابقه کوي.

د شپې یوولس نیمې بجې بیا سربیا له سویس او کامرون له برازیل سره مسابقه کوي.

د جاپان او هسپانیا لوبډلې د تېرې شپې په سیالیو کې له بري وروسته د فوټبال د نړیوال جام منځلوبو ته ووتلې.

جاپان هسپانیا ته د یو په وړاندې په دوو ماتې ورکړه او له دې سره هممهاله جرمني له کوستاریکا څخه د دوو په وړاندې په ۴ ګولونو وګټله.

تر اوسه ۱۲ ټیمونه توانېدلي چې د حذف کېدو پړاو ته لار پیدا کړي او د نن شپې څلور ګټونکي ټیمونه به د ۱۶ ټیمونو بل پړاو ته لار ومومي.

د نړیوال جام د حذفي پړاو به سبا د هالنډ او د امریکا د متحدو ایالتونو د ټیمونو ترمنځ په مسابقې سره پیل شي.

XS
SM
MD
LG