د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ نن څلور لوبې ترسره کېږي


په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام له سیالیو یو انځور
په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام له سیالیو یو انځور

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام د لوبو په لړ کې په پام کې ده چې نن څلور لوبې وشي.

نن د نړیوال جام له لسمې ورځې وروسته د لوبو په وخت کې بدلون راځي داسې چې په یو وخت کې دوه لوبې کېږي.

نن د کابل په وخت د ماښام په ۷۳۰ په یوه لوبه کې اکوادور او سنیګال او په بله لوبه کې هالنډ او قطر سره مخامخ کېږي.

دا لوبډلې په A ګروپ کې دي، هالنډ د ګروپ په سر کې دی، اکوادور په دوهم ځای، سنیګال په دریم او قطر یې په پای کې دی.

د شپې په ۱۱:۳۰ د B لوبډلې سیالۍ پیلېږي. په لومړۍ لوبه کې د ایران او امریکا او په دوهمه لوبه کې د ویلز او انګلنډ لوبډلې د سیالۍ ډګر ته راوځي.

انګلنډ د دې ګروپ په سر کې، ایران په دوهم ځای کې، امریکا په درېیم او ویلز په دریم ځای کې دي.

په پرونیو لوبو کې کمیرون او سربیا ۳-۳ مساوي شول، ګانا جنوبي کوریا ته ۳-۲ ماتې ورکړه، سویس د برازیل ته ۱-۰ بایلوده او پرتګال یوروګوای ته ۲-۰ ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG