د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

د افغانستان او سرېلانکا کرېکټ لوبه نن له غرمې وروسته کېږي


افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پر مهال
افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پر مهال

د افغانستان د کرېکټ ملي ټيم به نن له سرېلانکا سره خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وکړي.

لوبه د افغانستان په وخت د ماسپيښين په یوه نیمه پيلیږي.

د افغانستان او سرېلانکا تر منځ د دریو یو ورځنیو لوبو دا لړۍ د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام د سوپر لیګ په دور کې ترسره کېږي.

د سوپر لیګ د پړاو د سر اته ټیمونه راساً نړیوال جام ته وتلی شي.

که افغانستان د سرېلانکا په وړاندې په دې سیریز کې دوه لوبې هم وګټي نو نړیوال جام ته ورتګ یې تر ډېره کره کېږي ځکه مخکې یې د سوپر لیګ له دولسو لوبو ۱۰ ګټلي.

XS
SM
MD
LG