د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

د کرکټ نړیوال جام پایلوبه؛ د انګلستان ملي لوبډله اتله شوه


د انګلستان لوبغاړي د کرکټ نړیوال جام د پورته کولو پرمهال
د انګلستان لوبغاړي د کرکټ نړیوال جام د پورته کولو پرمهال

انګلستان د ۲۰۲۲ نړیوال شل اوره جام اتل شو.

انګلستان نن په پایلوبه کې له پاکستان سره مخامخ شو او د دې لوبډلې له لوري د ۱۳۸ منډو هدف یې په داسې حال کې پوره کړ چې ۵ لوبغاړي او ۶ اضافي توپونه یې لا لرل.

د پایلوبې ښه لوبغاړی د انګلستان سام کران وپېژندل شو.

ده په څلور اورونو کې د پاکستان ۳ لوبغاړي وسوځول او یوازې یې ۱۲ منډې ورکړې.

XS
SM
MD
LG