د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

کرېکټ؛ نن د پاکستان او نيوزيلنډ ترمنځ نيمه پايلوبه کېږي


د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله
د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله

ټاکل شوې چې د کرېکټ د شل اورونو په نړیوال جام سیالیو کې نن نیمه پایلوبه د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ وشي.

دا لوبه د استرالیا په سیډني کې ترسره کېږي.

د دې نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه د پنجشنبې په ورځ د هند او انګلستان ترمنځ ده.

د دې دواړو لوبو ګټونکی به د یکشنبې په ورځ د دې نړیوال جام په پایلوبه کې په میلبرن کې سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG