د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

متحده عربي اماراتو او مصر د باد له انرژۍ څخه د برېښنا د توليد موافقه لاسليک کړه


له باد څخه د انرژۍ توليد - ارشيف
له باد څخه د انرژۍ توليد - ارشيف

د سه شنبې په ورځ د لړم په ۱۷مه متحده عربي اماراتو او مصر د هغې پروژې موافقه لاسلیک کړه چې په نړۍ کې به د باد له انرژۍ د برېښنا د تولید تر ټولو لوی تاسیسات وي.

د دې پروژې په بشپړېدو سره به مصر هر کال نژدې اته څلوېښت زره ګیګاواټه پاکه انرژي ترلاسه کړي.

دا خبر د اماراتو خبري اژانس WAM ورکړی خو دا یې نه‌دي ویلي چې دا پروژه به څومره وخت کې بشپړه شي.

په بیان کې راغلي چې د دې انرژي په مرسته به د مصر له چاپېریال څخه ۲۳،۸ میلیون ټنه کاربن دای اکساید چې د چاپېریال د ککړتیا اصلي ماده بلل کېږي، لیرې شي.

همدا راز مصر به د پاکې برېښنا د تولید د دې پروژې په تطبیق سره په کال کې د طبیعي ګاز د لګښت له درکه تخمینا پنځه میلیارد ډالره سپما وکړي او ضمنا شاوخوا سل زره وګړو ته به یې د کار امکان برابر شي.

مصر کې د اقليم نړيواله سرمشريزه
مصر کې د اقليم نړيواله سرمشريزه

د مصر په شرم الشېخ ښار کې د اقلیم د نړیوالې سرمشریزې په څنډه کې د اماراتو د مدثر او د مصر د انفینیتي شرکتونو ترمنځ د دې تړون د لاسلیک په غونډه کې د اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان او مصری ساری یې عبدالفتاح السیسي هم حاضر وو.

آل نهیان پر ټویټر په یو بیان کې ویلي چې د دې موافقه اساس د دوامداره پرمختګ لپاره د متحده عربي اماراتو ژمنه ده.

د ملګروملتونو له لوري د اقلیم نړیواله سرمشریزه د یکشنبې په ورځ د مضرو ګازونو د تولید د مخنیوي په برخه کې له ژمنو څخه په شاکېدونکو هېوادونو ته په خبرداري سره پیل شوه.

سرمشریزې د نړۍ پر شتمنو هېوادونو هم غږ وکړ چې په سږني کال کې د اقلیمي بدلون له وجې له ناورینونو وروسته په دې برخه کې له بېوزلو هېوادونو سره مرسته وکړي.

د متحده عربي امارات د صنایعو وزیر سلطان احمد الجابر وام خبري آژانس ته ویلي چې دا هېواد به د اقلیم د سږنۍ سرمشریزې له لاسته راوړنو سره سم پرمخ ولاړ شي او په راروان کال کې به د اقلیم د سرمشریزې کوربه وي.

XS
SM
MD
LG