د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

کرېکټ؛ اسټراليا افغانستان ته ۱۶۹ منډې هدف وټاکه


افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پرمهال
افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پرمهال

په اسټرالیا کې د کرېکټ د شل اورونو د سیالیو په لړ کې اسټرالیا افغانستان ته د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پچه یا ټاس افغانستان وګاټه او د توپ نیونې یا فیلډنګ پرېکړه یې وکړه، چې اسټرالیا وتوانېد په ۲۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۸ منډې وکړي.

نن تر دې مخکې په لومړۍ مسابقه کې نیوزیلنډ وتوانېد ایرلنډ ته ماتې ورکړي.

نیوزیلنډ د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۵ منډې وکړې، خو ایرلنډ ونه توانېد دغه هدف چې نسبتاً لوړ هدف و، پوره کړي.

د کرېکټ د نړیوال جام لوبې د اکټوبر میاشتې پر ۱۶مه پیل شوې، چې پایلوبه یې د نوامبر پر ۱۳مه ده.

XS
SM
MD
LG