د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

د کرکټ نړیوال جام؛ افغان ملي لوبډله برېسبېن ته رسېدلې


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د کرکټ ملي لوبډله د استرالیا برېسبېن ښار ته ورسېده چې خپلې بلې مسابقې ته ځان چمتو کړي.

د افغانستان راروانه مسابقه د سې شنبې په ورځ د سریلانکا په وړاندې ده.

د کرکټ د شلو اوورونو د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن درې مسابقې پلان شوې دي.

په لومړۍ مسابقه کې بنګله دېش وتوانېد زیمبابوې ته په ۳ ویکټو ماتې ورکړي.

په بله مسابقه کې پاکستان له هالنډ لوبه وګټله.

درېیمه د هند او جنوبي افریقا ترمنځ روانه ده، هند د لوبې ټاس وګاټه او د بټنګ کولو پرېکړه یې وکړه.

د نړیوال جام لوبې د اکټوبر میاشتې پر ۱۶مه پیل شوې چې پایلوبه یې د نوامبر پر ۱۳مه ده.

XS
SM
MD
LG