د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

نن د افغانستان او تاجکستان فوټبال لوبډلو ترمنځ سیالي ده


د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنۍ کشره لوبډله
د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنۍ کشره لوبډله

تمه کېږي د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنۍ کشره لوبډله نن ناوخته د تاجکستان په وړاندې مسابقه وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې دا په اسیا جام کې تر ۱۷ کلنۍ د کشرو لوبډلو د مسابقو لړۍ ده، چې نن به د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د کابل پر وخت شپږنیمې بجې پیلېږي.

د افغانستان ټیم تر دې مخکې د جمعې په ورځ منګولیا ته ماتې ورکړه.

افغانستان دا مهال د H ګروپ د جدول په سر کې دی، که نننۍ مسابقه یې مساوي هم شي، د خپل ګروپ په سر کې به پاتې شي.

XS
SM
MD
LG