د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

د افغانستان له شل کلونو کم عمره فوټبال لوبډلې له فليپين ماتې وخوړه


افغان فوټبال لوبډله - ارشيف
افغان فوټبال لوبډله - ارشيف

د اسیا له شلو کلونو د کم عمره فوټبال اتلولیزو سیالیو په غوراوي پړاو کې افغانستان یو پر صفر له فلیپین ماته وخوړه.

د اسیا د شلو کلونو کم عمره فوټبال غوراوي لوبې په عمان کې روانې دي.

افغانستان په بېګانۍ ماتې سره له مخکې تګه پاتې راغی.

افغان ټیم مخکې کوربه عمان ته یو پر صفر ماته ورکړې وه او هیله یې درلوده چې د فلیپین په ماتولو بل پړاو ته لار پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG