د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

د افغانستان د فوټبال ځوانانو ملي لوبډله عمان ته رسېدلې


د افغانستان د فوټبال د ځوانانو ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال د ځوانانو ملي لوبډله

د افغانستان د فوټبال د ځوانانو ملي لوبډله عمان ته ورسېده.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله د اسیا تر شلو کلونو د کشرو لوبډلو د اتلولیو په سرلوبو کې ګډون وکړي.

دا سیالۍ د سپټمبر له ۱۴ تر ۱۸ پورې د مسقط په سلطان قابوس لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان لوبډله به د تایلنډ، فلیپین او عمان له ټیمونو سره مخامخ شي.

د افغان ځوانانو لومړۍ مسابقه به د چهارشنبې په ورځ له تایلنډ سره وي.

XS
SM
MD
LG