د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د سریلانکا لوبډلې د اسیا کرکټ شل اوره سیالیو دوهم پړاو ته لار ومونده


د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډله
د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډله

سریلانکا د اسیايي جام د شل اوره سیالیو دوهم پړاو ته د دوهم ټیم په توګه ووت.

سریلانکا تېره شپه بنګله دېش ته په ۲ ویکټونو او ۴ توپونو ماتې ورکړه.

تر دې وړاندې افغانستان د بي ګروپ د لومړي ټیم په توګه دوهم پړاو ته وتلی و.

له هانګ ګانګ سره د هند او پاکستان سیالۍ به څرګنده کړي چې کومه لوبډله په دوهم پړاو کې له افغانستان سره مخامخ کېږي، خو دې ته په پام چې هند پاکستان ته ماتې ورکړې، غالباً هند به د اې ګروپ د لومړي ټیم په توګه د بي ګروپ له دوهم ټیم یعنې سریلانکا سره او افغانستان به په غالب ګومان د اې ګروپ له دوهمې لوبډلې یعني پاکستان سره مخامخ شي.

د افغانستان د باولینګ یا توپ اچونې د روزونکي عمرګل مېرمن، چې دواړه د پاکستان اتباع دي، له خپل خاونده په ټوکو هیله کړې افغان لوبډله دې له پاکستان سره په سیالۍ کې ګوزاره وکړي.

XS
SM
MD
LG