د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

افغان کرېکټ لوبډلې د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته لار پيدا کړه


افغان کرېکټ ملي لوبغاړي
افغان کرېکټ ملي لوبغاړي

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ ملي ټیم چې توانېدلی د اسیایي جام سیالیو په لړ کې د څلورو غوره ټیمونو پړاو ته لار پیدا کړي.

د کرېکټ بورډ ویاند، فرید هوتک ازادۍ راډیو ته وویل، د افغانستان د ملي لوبډلې درې مسابقې په مخکې لري.

نوموړی وايي: "د لوبغاړو مورال ډېر لوړ دی. د یادونې وړ ده چې زموږ لوبډله وتوانېده چې بل پړاو ته لار پیدا کړي. د کرېکټ د اسیایي جام سیالیو په بل پړاو کې افغانستان درې نورې مسابقې کوي."

د کرېکټ په اسیايي جام کې چې په متحده عرب اماراتو کې کېږي، افغانستان په ب ګروپ کې له بنګله دېش او سریلانکا سره دی.

په الف ګروپ کې بیا هند، پاکستان او هانک ګانګ شامل دي.

افغانستان په خپل ګروپ کې دوې مسابقې کړي، چې دواړه یې ګټلي او د څلورو امتیازونو په لرلو سره د جدول په سر کې دی.

نن پنج شنبه بنګله دېش او سریلانکا لوبه کوي، چې ګټونکی به یې د شنبې په ورځ له افغانستان سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG