د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

د کرېکټ په اسيام جام کې افغانستان بنګله‌دېش ته هم ماتې ورکړه


د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله

افغانستان د شل اوریزو اسیا جام سیالیو په ترڅ کې پرون دوهمه لوبه هم چې له بنګله‌دېش سره وه، په اوو ویکټو وګټله.

بنګله‌دېش لوبډلې د ټولو شلو اورونو له بشپړېدو او اوو لوبغاړو له سوځېدو سره د افغانستان لوبډلې ته د ۱۲۷ منډو هدف ټاکلی و چې افغان لوبډلې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف په داسې حال کې ترلاسه کړ چې لا یې نهه توپونه درلودل.

د دغې لوبې په ګټلو سره افغانستان د خپل بي ګروپ سر ته وخوت.

افغانستان له دې مخکې خپله لومړنۍ لوبه له سرېلانکا څخه په اتو وېکټو ګټلې وه.

افغانستان په مخکې درې نورې لوبې هم لري.

متحده عربي امارات د دغو سیالیو چې په‌کې د افغانستان، پاکستان، هند، بنګله‌دېش، سرېلانکا او هانګ کانګ لوبډلو ګډون کړی، کوربه دی.

XS
SM
MD
LG