د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

امریکا متحده ایالتونو د افغان – امریکا مشورتي مېکانیزم پرانیست


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین

د امريکا متحده ايالاتونو لخوا په پلازمېنه واشنګټن کې د افغان - امريکا مشورتي مېکانېزم پرانيستل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن په خپل ټوېټر باندې لیکلي: "دا مېکانیزم به امریکايي چارواکي د دې جوګه وګرځوي چې په لا اغېزناک ډول له افغان ښځو او مدني ټولنو سره ښکېل پاتې شي څو د یوه داسې افغانستان لپاره زموږ د ګډ هدف ملاتړ وشي چې راتلونکی یې ټول د خپلو خلکو له خوا ټاکلې وي."

دا مشورتي مېکانیزم د امریکا په پلازمېنه واشنګتن ډي سي کې پرانیستل شوی دی.

د امریکا غږ د راپور پر اساس د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین د دې مېکانیزم د پرانیستلو پر مهال ویلي چې طالبانو په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ښځو د ازاد تګ راتګ اونور حقونه محدود کړي دي.

ښاغلي بلینکن همدغه راز د افغان نجونو د تعلیم په اړه وویل: "دا سخته ده چې نجونې دې په کورونو کې ناستې وې، خو د نجونو وروڼه او د کاکا/ماما زامن دې تعلیم» وکړي."

ښاغلي بلینکن وویل چې طالبانو په خپلو هغو ژمنو عمل نه دی کړی چې له نړیوالې ټولنې او افغانانو سره کړې وه.

اخوا د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم چې له ښاغلي بلنکین سره یې په ګډه د افغان – امریکا مشورتي مېکانیزم پرانیستلی په خپل ټوېټر لیکلي: "له بهرنیو چارو وزیر بلنکین سره مې په ګډه د امریکا – افغان مشورتي مېکانیزم پرانیست څو د افغانانو غږونه توحید کړو او په رڼا کې یې د امریکا پالیسي با خبره او لارښوونه ورته وکړو. زه دې مېکانیزم ته سترګې په لار یمه چې د هېواد دننه او بهر د افغانانو متنوع غږونو څخه ګټه پورته کړي."

د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د راپورونو له مخې تمه ده په دې مېکانیزم کې به افغان ګروپونه شامل وي او د امریکا له حکومت سره به په سیستماتیک ډول خبرې کوي.

امریکا په داسې حال کې د امریکا - افغان مشورتي مېکانیزم پیل کړی چې په دې وروستیو کې د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې د طالبانو حکومت له بشري حقونو او د ښځو له حقونو په جدي سرغړونو تورن کړی دی.

طالبانو تر اوسه د امریکا – افغان د مشورتي مېکانیزم د پیل په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو په وار وار یې ادعا کړې چې د اسلامي شریعت پر اساس یې د ښځو حقونه ورکړي دي.

تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو تړل، د ډېرو ښځینه کارکوونکو بې دندې کول، په کور کښېنول او پر ښځو د محدوديتونو ډېرېدل په تېر شاوخوا یو کال کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت ځينې کړنې دي، چې جدي غبرګونونه يې راپارولي دي.

XS
SM
MD
LG