د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

کابل کې د فوټبال سيالۍ؛ استقلال له پيروزي لوبډلې بری خپل کړ


کابل کې د فوټبال سيالۍ
کابل کې د فوټبال سيالۍ

په کابل کې د پرمختګ جام سیالیو په دوام، استقلال لوبډلې پیروزي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان فوټبال فدارسیون وایي، د کاپیسا ولایت پیروزي او د کابل ولایت د استقلال لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالي چې تېر ماښام په کابل کې ترسره شوه، د کابل استقلال لوبدلې وکولی شول ۵ د یو په وړاندې د کاپیسا پیروزي لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د کابل د فوټبال پرمختګ جام سیالۍ درې ورځې وړاندې د کابل، کاپیسا، فراه او لوګر د فوټبال لوبډلو ترمنځ پیل شوې او لس ورځې به دوام وکړي.

د يادو سياليو نندارې لپاره ګڼ شمېر ځوانان هم د فوټبال ميدان ته ورځي او لوبې له نږدې ګوري.

XS
SM
MD
LG