د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

روسيه د 'نورډ سټريم يو' نل‌ليکې د رغونې په موخه جرمني ته د طبيعي ګازو لېږد ځنډوي


د 'نورډ سټريم يو' نل‌ليکه
د 'نورډ سټريم يو' نل‌ليکه

روسیه وايي، د نورډ سټریم 1 پایپ لاین د ترمیم په هدف به د لسو ورځو لپاره جرمني ته د طبیعي ګازو لیږد وځنډوي.

خو په جرمني کې یو شمېر کسان اندېښنه لري چې کرملین به د دې بندیز د غځولو لپاره یو دلیل ولټوي چې د روسیې د یرغل پر مهال د اوکراین د ملاتړ په خاطر جرمني ته سزا ورکړي.

روسیې د طبیعي ګازو د لېږد ځنډولو اعلان وروسته له هغه وکړ چې د کاناډا حکومت د جولای په لسمه وویل چې دوی به د نورډ سټریم ګازو پايپلاین تر ترمیمولو وروسته دا تریبیون جرمني ته ولیږي.

ټاکل شوې ده دغه تریبیون لومړی جرمني ته ولیږل شي، بیا د روسیې دولتي شرکت ګازپروم ته چې کاناډا پر روسیه د لویدیځ له بندیزونو سرغړونه ونه‌کړي.

ګازپروم تېره میاشت د نورډ سټریم 1 پایپ لاین د ظرفیت کچه له نورمال څخه څلوېښت فیصده کمه کړه او جرمني شرکت زیمنس یې د ځنډ لامل وباله چې په کاناډا کې د دې پايپلاین د تجهیزاتو د ترمیم چارې پر غاړه لري.

مسکو د جولای په اتمه وویل چې که تریبیون بېرته راستانه شي اروپا ته به د ګازو عرضه زیاته کړي.

جرمني مخکې پر اوکراین د روسیې د یرغل په غبرګون کې د نورډ سټریم 2 ګاز پروژه ودروله
جرمني مخکې پر اوکراین د روسیې د یرغل په غبرګون کې د نورډ سټریم 2 ګاز پروژه ودروله

ټاکل شوې وه د نورډ سټریمپایپ لاین کار مخکې پای ته ورسیږي خو په لویديځ کې یو شمېر خلک خبرداری ورکوي چې ښايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د انرژۍ اکمالات د سیاسي وسلې په توګه وکاروي.

جرمنۍ ورځپاڼي بيلډ په خپله ويبپاڼه کي ليکلي: پوتین به د ګاز نل بند کړي ... خو ایا بېرته به یې فعال کړي؟

د جرمني مرستیال صدراعظم رابرټ هابیک دویچلینډ فنک راډیو ته وویل: "موږ له بې ساري وضعیت سره مخامخ یو - هر څه ممکن دي."

ده ویلي: " کېدای شي چې ګاز تېر شي، ښايي د پخوا پرتله ډیر وي. دا هم کېدای شي چې هیڅ رانه‌شي."

ده زیاته کړې: "موږ اړتیا لرو په صادقانه توګه بدترین حالت ته چمتو و اوسو او له حالاتو سره د مبارزې ته هڅې وکړو."

د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف دا رد کړه چې روسیه د سیاسي فشار لپاره د تېلو او ګازو څخه کار اخلي، او ویې ویل چې بندول یوه منظمه، ټاکل شوې پېښه وه.

د نورډ سټریم 1 پایپ لاین تر بالتیک سمندرګي لاندې له روسیې څخه جرمني ته په کال کې 55 ملیارد مکعب متره (bcm) ګاز لېږدوي.

د نورډ سټریم 1 پایپ لاین تر بالتیک سمندرګي لاندې له روسیې څخه جرمني ته په کال کې 55 ملیارد مکعب متره (bcm) ګاز لیږدوي.
د نورډ سټریم 1 پایپ لاین تر بالتیک سمندرګي لاندې له روسیې څخه جرمني ته په کال کې 55 ملیارد مکعب متره (bcm) ګاز لیږدوي.

مسکو یو شمېر اروپایی هېوادونو ته چې په روبل کې يې د پیسو ورکولو غوښتنې نه دي پوره کړي، د ګازو عرضه بنده کړې.

جرمني تر ډېره د روسیې پر انرژۍ اتکا کوي او خبرداری یې ورکړی چې که د روسیې د ګازو جریان د اوږدې مودې لپاره ودرول شي، اقتصاد به يې له ستونزو سره مخامخ شي.

په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې جرمني هڅه کړې چې پر روسیې د ګازو په برخه کې اتکا کمه کړي او د مایع طبیعي ګازو بندرونه یې جوړ کړي.

که روسیه د پايپلاین عاید له لاسه ورکړي او د اوږدې مودې لپاره دا پايپلاین وتړل شي د دې هېواد اقتصاد به هم دا ضربه احساس کړي.

جرمني مخکې پر اوکراین د روسیې د یرغل په غبرګون کې د نورډ سټریم 2 ګاز پروژه ودروله.

د دې پروژې هدف دا وو چې اروپا ته دوه چنده روسي ګاز ولیږي.

XS
SM
MD
LG