د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت: طالبان له افغانانو سره خپلو ژمنو کې پاتې راغلي


ارشيف
ارشيف

د متحده‌ ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس پرون رسنیو ته وویل، ډېر کم لیدل شوي چې طالبانو له خلکو سره په خپلو کړو ژمنو عمل کړی وي.

امریکا یو ځل بیا طالبان پړه وبلل چې د افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره یې په کور دننه او نړیوالو سره په خپلو کړو ژمنو عمل نه‌دی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون رسنیو ته وویل، طالبانو نړیوالې ټولنې او تر ټولو مهم له افغانانو سره وعده کړې وه چې د هغوی استازولي به کوي او غوښتنې به یې مني، خو داسې مهال چې د حکومت‌ولۍ دعوه هم کوي، په هره کچه له افغانانو سره د خپلو ژمنو په عملي کېدو ناکام شوي دي.

نوموړي ويلي: "په هر پړاو کې شاهد وو چې طالبانو له خلکو سره د هغوی د لاس‌ته راوړنو چې په تېرو دوو لسیزو کې تر لاسه کړي، د خوندیتوب په برخه کې ماتې خوړلې. د امریکا متحده‌ایالات له خپلو متحدانو او شریکانو سره کار کوي او دا یې روښانه کړې چې غواړي په افغانستان کې د ښځو او نجونو، لږکیو او له دې ډلې د مذهبي لږکیو حقونه خوندي شي."

د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس
د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس

له طالبانو مو په دې اړه وپوښتل، ویاندویانو یې ځواب را نه کړ، خو له دې وړاندې یې طالب چارواکو تل ویلي چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي او تر خوا یې د ټولو ازادیو ته درناوی کېږي.

مګر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون د ډېرو بشرپاله ادارو راپورونو کې طالبان د بشري حقونو په نقض تورن شوي دي.

خو پر طالبانو له دې نیوکو سره سره، د امریکا اندېښنه په افغانستان کې اقتصادي ناورین ته هم ده.

له همدې امله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په خپل پروني خبري کنفرانس کې له افغانستان سره د مرستو په دوام هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، متحده‌ایالات په دې هڅه کې دي، چې افغانانو ته د افغانستان د بانکي زېرمې څخه د ۳،۵ میلیارډ ډالرو د ورکړې لپاره یوه لار پیدا کړي.

هغه زیاته کړه، دوی باید دا ډاډ تر لاسه کړي چې له دې پیسو افغانان ګټه اخلي، نه طالبان.

نېډ پرایس دا هم وویل چې دوی په تخنیکي توګه په دې کار کوي چې له افغانانو او خپلو سیمه‌ییزو شریکانو په ګډه داسې یو کار وکړي، څو په افغانستان کې اساسي لوی اقتصادي مسایل حل شي.

طالبانو په ځلونو له امریکا غوښتې چې د افغانستان بانکي زېرمه ازاده کړي، خو امریکا لا په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.

تېره اوونۍ د توماس ویست په مشرۍ امریکايي پلاوي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره په دوحه کې ولیدل او د خبرو یو مهم بحث یې د افغانستان د بانکي زېرمې خلاصون و، خو ښکاري چې په دې اړه دواړه لوري کوم توافق ته‌ سره نه دي رسېدلي.

XS
SM
MD
LG