د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د افغانستان د مرګوني زلزلې په باب د نړيوالو ورځپانو تبصرې


پکتيکا کې د زلزلې سيمه
پکتيکا کې د زلزلې سيمه

ډېرو نړیوالو ورځپاڼو په افغانستان کې وروستۍ مرګوني زلزلې ته چې ډېر زیانونه یې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې پېښ کړي، پام اړولی دی.

ګلوب انډ ميل ورځپاڼه:

ګلوب انډ میل ورځپاڼه لیکي چې کلیوالو د پنجشنبې په ورځ د دې زلزلې قربانیان خاورو ته وسپارل.

په دوام کې لولو چې د سیمې اوسیدونکو هڅې وکړې چې په لاسونو د خلکو د نړېدلو کورنو له خاورو خښتو لاندې ژوندي پاتې شوي کسان را وباسي.

د ګلوب انډ میل په لیکنه، طالبان او نړیواله ټولنه د چهارشنبې د سهار وختي زلزلې له اغېزمن شویو سره د مرستو رسولو لپاره هڅې کوي.

چارواکو د دې زلزلې د قربانیانو شمېر شاوخوا زر تنه ښودلی دی.

ګلوب انډ میل وړاندې لیکي، دې ته په پام چې لېرې پرتو غرنیو سیمو ته لاس رسی ستونزمن دی او ټیلفوني شبکې هم سم کار نه کوي، څرګنده نه‌ده چې د تلفاتو دغه شمېرې په څه ډول ترلاسه شوي دي.

تر ټولو ډېر ځاني او مالي زیانونه په پکتیکا کې خلکو ته رسېدلي دي.

ورځپاڼې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس د یوه خبریال له قوله لیکلي چې ویلي یې دي، خلک د خوړولو لپاره هیڅ نه‌لري، د خلکو کورونه وران شوي او باران هم اوري.

ګارډين ورځپاڼه:

ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې غرنیو لارو د مرستې رسونې هڅې له ننګونو سره مخ کړي، د نا دولتي سازمانونو او حکومتي چارواکو لپاره یې دا سخته کړې چې اړمنو کسانو ته پر وخت مرستې ورسوي.

دې ورځپاڼې له همدې مطلب سره یو ویډیويي راپور هم خپور کړی چې په کې د حکیم الله په نوم یو ژغورل شوی وايي، بې سرپناه دی او مرستې ته اړتیا لري.

په دې راپور کې هغه ماشومان هم ښکاري چې د یوې خېمې مخې ته په ستونزمن وضیعت کې دي.

XS
SM
MD
LG