د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

روغتيايي چارواکي: د معتادينو د درملنې په برخه کې د مسلکي کسانو له نشتوالي سره مخ یو


ارشيف
ارشيف

د طالبانو د حکومت له راتګ سره د معتادینو د درملنې په برخه کې نړیوالې مرستې بندې شوې او ډېری هغه روغتونونه چې د معتادینو درملنه به یې کوله بند شوي دي، ځکه نو اوس له ولایتونو څخه هم معتادین د ابن سینا په نوم د معتادینو د درملنې زر بستریز روغتون ته را وړل کېږي.

دا چې دا روغتون خپله له څه ډول ستونزو سره مخ دی، له کابل ښار او ولایتونو څخه د معتادینو د را ټولولو پروګرام ولې ځنډېدلی او چارواکو د دې ستونزې د حل په برخه کې څه کړي دي؟

په دې اړه مو د دې روغتون له رئیس مولوي عبدالناصر منقاد سره مرکه کړې او په پیل کې مو د طالبانو د حکومت له راتګ سره په دې روغتون کې د راغلیو بدلونونو په اړه پوښتلی دی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:45 0:00
XS
SM
MD
LG