د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي له کبله د وژنو زیاتېدو عوامل کوم دي؟


اروا پوه او د کابل د ښووني او روزنې د پوهنتون د ارواپوهنې د پوهنځي استاد شرف الدین عظیمي
اروا پوه او د کابل د ښووني او روزنې د پوهنتون د ارواپوهنې د پوهنځي استاد شرف الدین عظیمي

د دوشنبې په ورځ په نیمروز کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو وویل، چې په مرکز زرنج کې یوه سړي د ماشومانو او ښځو په ګډون د خپلې کورنۍ نهه غړي په ډزو وژلي دي.

د نیمروز امنیه قوماندانۍ وویل، مشکوک قاتل پر قربانیانو په دو جلا پېښو کې ډزې کړې دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، په وژل شویو کې د مشکوک قاتل دوه مېرمنې، څلور ماشومان او د دواړو ښځو د کورنیو غړي شامل دي.

دا په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي په ترڅ کې یوازې یو او وروستی مثال دی او له دې مخکې په نورو سیمو کې هم د وژنو ډېرې پېښې شوې دي.

په افغانستان کې له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د جګړو له کبله رواني ناروغۍ زیاتې شوي، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته چې د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې د قتلونو په شمېر کې هم د پخوا پرتله نور زیاتوالی راغی.

که د انسان وژنې له جګړه ییز او سیاسي اړخه تېر شو او فردي اړخ ته یې وګورو نو ذهن ته لومړۍ پوښتنه دا راځي چې یو انسان په کوم حالت کې بل انسان وژني؟

احمدتکل له اروا پوه او د کابل د ښووني او روزنې د پوهنتون د ارواپوهنې د پوهنځي له استاد شرف الدین عظیمي سره په دې اړه مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلی دي چې په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي له کبله د وژنو د زیاتېدو عوامل کوم دي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

XS
SM
MD
LG