د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

د اجمل حقیقي په قضیه کې د شریعت حکم څه دی؟


د اجمل حقیقي په قضیه کې د شریعت حکم څه دی؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

د طالبانو حکومت د استخباراتو ادارې له خوا په یوه تازه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې پېژندل شوی افغان ماډل او یوټیوبر، اجمل حقیقي، له خپلو درېیو همکارانو سره په داسې حال کې چې لاسونو ته یې ولچکونه اچول شوي، په پرېشان حالت کې له افغانانو او طالبانو بخښنه غواړي. اجمل حقیقي په دې ویډیو کې وايي چې د یوټیوب په ویډیوګانو کې یې مقدساتو ته سپکاوی شوی. معلومه نه ده د اعترافاتو دغه ویډیو تر څه شرایطو لاندې ثبت شوې. په دې ویډیو کې مو د دیني علومو یو ډاکټر پوښتلی، چې په دې قضیه کې د شریعت حکم څه دی؟

XS
SM
MD
LG