د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

کرېکټ بورډ: سږ کال د شپږيزې ليګ کې ۸ لوبډلې لوبيږي


د افغانستان شپږيزه ليګ سيالۍ
د افغانستان شپږيزه ليګ سيالۍ

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د رسنیو برخې مسوول عبدالله پکتیاني نن ازادي راډيو ته وویل، چې ټولې لوبډلې پلورل شوي او اوس په دې هڅه کې دي چې د لیګ لپاره مالي ملاتړی پيدا کړي.

ښاغلی پکتیانی وايي، د لوبډلو لخوا د لوبغاړو د اخیستلو یا بولۍ مراسم به هم د روانې جون میاشتې په ۱۰مه نېټه وشي.

د ښاغلي پکتیاني د معلوماتو پر بنست په شپږیزه لیګ کې چې پخوا ۶ لوبډلې لوبېدې، سږ کال به ۸ لوبډلې ولوبېږي چې ټولې ۳۲ لوبې به په کې وشي او ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ به د جولای میاشتې په ۱۵مه نېټه په کابل کې پيل شي.

XS
SM
MD
LG