د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

په هرات کې د لامبو سیالۍ وشوې


ارشیف
ارشیف

په هرات کې د لامبو سیالۍ وشوې.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي دي، د لامبو منتخبې سیالۍ تېره ورځ د ۳۰ لوبغاړو په ګډون وشوې.

په دې سیالیو کې د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په سني کټګوریو کې لوبغاړو ګډون کړی وو.

د دې سیالیو په پای کې د لویانو په سني کټګورۍ کې نذیر احمد لومړی مقام او سید جعفر دویم مقام، په ځوانانو کې طاهر لومړی مقام او راشد دوهم مقام او په تنکیو ځوانانو کې ارمین محمدي لومړی مقام او الیاس مومند دویم مقام خپل کړل.

XS
SM
MD
LG