د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

د افغانستان په باب د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


Generic – Detail of a pile of international newspapers
Generic – Detail of a pile of international newspapers

تورنتو سټار:

کاناډايۍ تورنتو سټار ورځپاڼه لیکي، اړتیا ده چې دا هېواد په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره زیاتې هڅې وکړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې کړای شوي او نور فعالیتونه یې محدود شوي دي.

په دوام کې لولو چې افغان ښځې له سیاسي ژونده بې برخې شوي او دندې یې له لاسه ورکړي دي.

د تورنتو سټارپه لیکنه، د ښځو په وړاندې کورنی تاوتریخوالی هم ډېر شوی اوهغه فعالانې چې د اعتراض غږ یې اوچت کړی، نیول شوي او شکنجه شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند د بشري حقونو د مدافعانو هغه اندېښنې چې طالبان له ښځو سره بدچلند کوي، بې ځایه بللي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي ډېرو ښځو په افغانستان کې ځانونه پټ کړي او یا له دې هېواده وتلي دي.

فایننشل ټایمز:

فایننشل ټایمز ورځپاڼه لیکي، له افغانستانه د بریتانیا وتل یوه تراژيدي او په دې هېواد کې له خپلو شریکانو سره خیانت و او لامل یې هم د استخباراتو، ډیپلوماسۍ، پلان جوړونې او تیاریو په برخو کې سیسټماتیکې ناکامۍ وې.

دغه ارزونه د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې له افغانستانه د تېر کال په اګسټ میاشت کې د بریتانیانوي ځواکونو د وتلو په اړه په یوه څیړنیز راپور کې کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه دغې کمېټې ویلي چې د بریتانیا دغه چلند به په راتلونکو کلونو کې د بریتانیا ګټو ته زیان ورسوي.

په څېړنه کې ویل شوي چې د بریتانیا حکومت په دې کې پاتې راغلی چې له افغانستانه د واشنګټن د وتلو له پرېکړې سره سم خپله تګلاره جوړه کړي یا هم د دې وړاندوینه وکړي چې طالبان به په څومره وخت کې ټول افغانستان ونیسي.

وروسته له هغې چې د امریکا متحدو ایالتونو اعلان وکړ چې په افغانستان کې نژدې شل کلن حضور پای ته رسوي، بریتانیا هم له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه.

د راپور له مخې هغه مهال په سلګونو افغانان چې ژوند یې له جدي خطر سره مخامخ و او له دې هېواده د ایستلو پر شرایطو برابر و، په دې هېواد کې پاتې شول.

فایننشل ټایمز وړاندې لیکي، د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې په تېره بیا د بریتانیا د هغه وخت پر بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب او د دې وزارت د ملکي خدمتونو پر جګپوړي چارواکي سیرفیلیپ بارټون له دې کبله سختې نیوکې کړي چې کله دا څرګنده شوه چې د افغانستان پلازمېنه کابل به د طالبانو په لاس ډېر ژر سقوط وکړي، دوی دواړو رخصتي تېروله.

دغې کمېټې دغه راز د بریتانیا پر حکومت انتقاد کړی چې هغو افغانانو ته یې چې غوښتل یې له دې هېواده ووځي، سم خدمات نه‌دي رسولي.

د ورځپاڼې په لیکنه د بریتانیا حکومت ویلي چې له افغانستانه د وتلو په اړه یې یوه ریښتینې څېړنه ترسره کړې ترڅو له تجربو یې زده کړه وکړي او ډېره هڅه کوي چې په افغانستان کې ترشا پاتې شویو کسانو سره مرسته وکړي.

د بریتانیا د هغه وخت صدر اعظم بوریس جانسن له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره د ماموریت ستاینه کړې وه او ویلي و چې بریتانیا په دوو اوونیو کې له ۱۵ زرو زیات کسان وایستل.

XS
SM
MD
LG