افغانستان
طالبان: تېره اوونۍ د کانونو له درکه ۳۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، تېره اوونۍ د کانونو له درکه ۳۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
دغه وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، یاد عواید یې د روانې غويي میاشتې له لومړۍ تر ۶ نېټې پورې راټول کړي.
که څه هم وزارت نه دي ویلي، چې راټول شوي عواید په کومو برخو کې دي خو له دې مخکې یې یو شمېر پروژې د قرار داد لپاره اعلان ته وړاندې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې مخکېني جمهوري نظام او بیا اوس هم د کانونو په قراردادونو کې د فساد او د ړونتیا د نه شتون په اړه اندېښنې مطرح شوې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د فوټبال د تر ۱۷ کلونو کشره لوبډله میانمارته لاړه
د افغانستان د فوټبال د تر ۱۷ کلونو کشره لوبډله د اسیا د ۱۷ کلنو اتلولۍ په غوراوي سیالیو کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په فیسبوک پاڼه کې کې لیکلي چې لوبډله یې د سې شنبې په ورځ میانمار ته د سیالۍ لپاره لاړه.
افغانستان د اسیا د ۱۷ کلنو اتلولۍ د غوراوي سیالیو په جې ګروپ کې له میانمار، عمان، نیپال او سوریې سره دی.
ټاکل شوې ده چې دا سیالۍ د نومبر په ۲۲مه په میانمار کې پیل شي او د نومبر تر ۳۰مې پورې دوام وکړي.
د افغانستان د اولس کلونو د فوټبال ملي لوبډله داسې مهال د دې سیالیو لپاره چمتوالی نیسي چې د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د اسیا د ځوانانو د لوبو په وروستي پړاو کې ایران ته ماتې ورکړه او د دې سیالۍ اتله شوه.
د فرانسې یوې محکمې د شپږو افغانانو په ګډون اتو تنو ته د انسانانو د غیرقانوني قاچاق په تور د بند سزاوې ورکړې
د فرانسې یوې محکمې د سې شنبې په ورځ اته کسان چې په ۲۰۲۳ کال کې د انګلستان کانال په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې د اوو کسانو پرمړینې تورن شوي و، له دریو څخه تر پنځلسو کلونو پورې د بند په سزا محکوم کړل.
دوه عراقیان، شپږ افغانان او د سودان یوتبعه روانه میاشت د کډوالو د قاچاق وړونکو د یوې شبکې د فعالیت او د غیرعمدي وژنو په ګډون د یولړمواردو په تور محاکمه شول. د فرانسپرس آژانس په وینا دې شبکې د فرانسې او بریتانیا ترمنځ فعالیت کاوه او د دې کانال له لارې یې په وړو کشتیو کې خلک بریتانیا ته لیږدول.
د ۴۵ کلونو په عمر دوو عراقیانو ته چې د دغې قاچاق وړونکې شبکې مشران پیژندل شوي، د اوو افغانانو د مړینې په تور د ۱۲ او ۱۵ کلونو د بند ترټولو درنې سزاګانې ورکړل شوې. په دې اړه چې محکوم شویو افغانانو ته د څومره بند سزاوې ورکړل شوي، څه ندي ویل شوي. د سودان تبعه ته له تورونو برائت ورکړل شوی.
څارنوالانو ټولو تورنو کسانو ته چې عمرونه یې د ۲۳ او ۴۵ کلونو ترمنځ دي، د ۱۲ او ۱۵ کلونو ترمنځ د بند سزا غوښتنه کړې وه.
د غیرقانوني کډوالو دغه کوچینۍ کشتۍ چې ۶۷ کسان پکې سپاره و، د ۲۰۲۳ کال په اګسټ میاشت کې وروسته له هغې ډوبه شوه چې ماشین یې له کاره ولوید. د دې پیښې ټول اوه تنه قربانیان افغانان و او نور ۶۰ کسان د فرانسې او بریتانیا د ساحلي ځواکونو له خوا وژغورل شول.
ازبکستان له افغانستان سره د بریښنا د لیږد یو نوی قرارداد لاسلیک کړ
د ازبکستان د انرژۍ وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړچې له افغانستان سره یې د بریښنا د لیږد یو قرارداد لاسلیک کړ.
د روسیې د انټرفاکس خبري آژانس د راپورله مخې د دې وزارت مطبوعاتي دفتروویل چې په ۲۰۲۶ کال کې له ازبکستانه افغانستان ته د بریښنا د لیږد قرارداد د ازبکستان د انرژۍ د وزیر جوره بیګ میرزا محمدوف او د افغانستان د بریښنا شرکت د اجرایوي ریس عبدالباري عمرترمنځ له خبرو وروسته د ازبکستان د مرکزي بریښنا د تدارکاتو او پلورشرکت، اوز اینرګوسوتیش Uzenergosotish او د افغانستان بریښنا شرکت ترمنځ لاسلیک شو. داچې د دغه نوي قرارد له مخې به ازبکستان راتلونکي کال څومره بریښنا افغانستان ته ورکوي څه ندي ویل شوي خو د راپورله مخې د هغه قرارداد له مخې چې په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان له بریښنا شرکت سره لاسلیک شوی، ازبکستان ژمنه کړې چې د لسو کلونو لپاره به افغانستان ته په کال کې تر۶ ملیارډ کیلوواټه پورې بریښنا ورکوي.
افغانستان خپله د اړتیا وړ بریښنا له ګاونډیو هیوادونو واردوي او ډیره کمه برخه یې د هیواد دننه له اوبو او نورو سرچینو تولیدیږي.
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه اندیښنه څرګنده کړه
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د افغان کډوالو د جبري اخراج په اړه اندیښنه څرګنده کړې او په ځانګړي توګه یې د دریو بې سرپرسته افغان ماشومانو جبري ستنولو قضیې ته پام اړولی.
UNHCR د سې شنبې په ورځ په یوه په خپره کړې اعلامیه کې وویل چې دغه ماشومان پرته له دې چې مناسب خوندیتوب یا د زیانونو خطرته یې پام وشي، په دې وروستیو کې له پاکستانه ایستل شوي دي.
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنیرۍ له پاکستان څخه وغوښتل چې هغه کسان دې له خپلې خاورې نه باسي چې افغانستان ته د بیرته ستنولو په صورت کې یې ژوند له خطر سره مخ کیږي. د دې ادارې په وینا په تیره ماشومان او نورو زیانګالو ډلو ته باید پاملرنه وشي.
دغه اندیښنې داسې مهال راپورته کیږي چې پاکستان په دې وروستیو کې له خپلې خاورې د افغانانو د ایستلو لړۍ تیزه کړې ده.
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت په وینا پاکستان یوازې د دوشنبې په ورځ نژدې اته زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي. تردې یوه ورځ مخکې هم هغه هیواد له ۷۷۰۰ زیات افغانان ایستلي و.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت: عراقچي له متقي سره په خبرو کې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خبرو پر اهمیت ټینګاروکړ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره د دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.
دې وزارت نن سې شنبې پرخپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې ښاغلي متقي ټینګار وکړچې په سیمه کې ثبات او د همکارۍ پراخوالی د افغانستان لومړیتوب دی. همدارنګه ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا لپاره د خپل هیواد د هڅو په لړکې د سیمې د هیوادونو ترمنځ د خبرو اترو پردوام ټینګاروکړ.
د دغو ټیلفوني خبرو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم پرخپلې ایکسپاڼې په یوه بیان کې لیکلي چې ښاغلي عراقچي ټینګاروکړچې ایران چمتو دی چې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلې هڅې مخ ته یوسي او دې هدف ته د رسیدو لپاره د سیمې د هیوادونو ترمنځ د مشورو د پیاوړتیا پراهمیت ټینګارکوي.
تردې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې د هواري لپاره ورته د منځګړیتوب وړاندیز کړی چې دوی هم ورته لبیک وایي.
یونیسف: د افغانستان په شمال کې زلزله ځپلي له سختې یخنۍ سره مخ دي
د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونیسف وايي د افغانستان په شمال کې د نومبر د دریمې نیټې د۶،۳ درجې زلزلې څخه نږدې دوه اونۍ وروسته د ویجاړۍ ریښتینې کچه څرګنده شوې ده.
یونیسف په یوه راپورکې ویلي چې په اغیزمنوسیمو کې، ۸۷۴ کورونه ویجاړ شوي او ۲۱۵۳ نور زیانمن شوي، چې زرګونه کسان اوس له سختې یخنۍ سره مخ دي او پر لنډمهاله سرپناوو تکیه کوي یا ګاونډیانو ورته ځای ورکړی دی.
د یونیسف په وینا، د ارزونې له مخې په ۲۶ ټولنو کې ورځنی ژوند ګډوډ شوی، ښوونځي او د زده کړې ځایونه، چې شمیریې ۹۱ ته رسیږي، زیانمن شوي دي؛ د اوبو ۱۸ سرچینې نور د کارولو وړ ندي؛ او همدارنګه د حفظ الصحې شرایط په چټکۍ سره خراب شوي، چې ډیری ټولنې د صابون او د لاس مینځلو له اسانتیاوو بې برخې شوې دي.
یونیسف دغه راز ویلي رواني ستونزې په ماشومانو او دهغوی په پالونکو کې مخ په زیاتیدو دي.
د دغې زلزلې د زیانونو په اړه د ګډې ارزونې نتیجه ښیي چې په شپږو ولایتونو کې ۲۶ کسان وژل شوي، ۱۱۷۲ ټپیان شوي، او ۳۰۲۷ کورنۍ اغیزمنې شوي دي.
د ایران او روسیې د بهرنیوچارو وزیرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري پرلارو چارو خبرې وکړې
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاورف له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره د سیمه ییزو مسایلو په تیره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل پرلارو چارو خبرې وکړې.
د روسیې د انټرفاکس خبري آژآنس د راپورله مخې په هغه بیان کې چې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د نومبرپه ۱۷ خپورکړې ویل شوي چې دواړو وزیرانو په دغو ټیلفوني خبروکې پردې ټینګاروکړچې د کابل اواسلام آباد ترمنځ سیاسي اختلافات دې د خبرو اترو له لارې حل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال له خپل روسي سیال سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د راپورته شوې شخړې په اړه خبرې کوي چې څه موده مخکې یې د دغو دواړو ګاونډیانو ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د منځګړیتوب وړاندیز وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د ایران د دې وړاندیز هرکلی کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د یکشنبې په ورځ وویل چې پاکستان به د ایران د منځګړیتوب وړاندیز ته نه ونه وایي او زیاته یې کړه چې ایران یې یو ورور او دوست ګاونډی دی.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې په ځینو هېوادونو به د ویزو بندیز ولګوري
دغه وزارت دا خبرداری د ناقانونه کډوالو په بېرته ستنولو کې د یو شمېر هېوادونو د نه همکارۍ په خاطر ورکړی دی.
ډېر ګواښ افریقايي هېوادونو له هغې ډلې انګولا، نامیبیا او کانګو جمهوریت ته متوجه دی.
بریټانیا سږ کال تر جون پورې د کار، زده کړو، کورنۍ،بشري مساییلو په خاطر لږ تر لږه ۸۳۴زرو کسانو ته ویزې ورکړي چې په قانوني توګه دغه هېواد ته سفر وکړي.
دا خلک اکثر د هند، چین، پاکستان، او امریکا اتباع دي.
برعکس هغه کسان چې په ناقانونه توګه بریټانیا ته تللي او دغه هېواد یې د اکثرو د ایستلو ګواښ کړی په سر کې یې د افغانستان نوم راغلی.
له هغو ټولو نږدې ۴۲نیمو زرو کډوالو چې له غیر عادي لارو بریټانیا ته رسېدلي اول سر کې افغانان دي چې شمېر یې نږدې ۶۶۰۰ ته رسیږي.
بریټانوي حکومت د ناقانونه کډوالو پر ضد د سختو پالیسیو د لګولو په لټه کې دی.
تمه کېږي چې د دایمي اقامې لپاره د استوګنې موده ۲۰ کلونو ته وغځول شي او که د ځینو پناه غوښتونکو هېوادونه امن وګڼل شي بېرته ور استول کېدی هم شي.
د پاک-افغان د سوداګرۍ ګډې خونې د پاکستان له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره لارې خلاصې کړي
دې خونې بیګا په یوه بیان کې ویلي چې زرګونه لارۍ د پاکستان په بنادرو او تمځایونو کې ولاړې دي او د ورځې لږ تر لږه ۱۵۰ تر ۲۰۰ ډالرو پرې مالیې او نور مصارف راځي.
په بیان کې زیاته شوې چې د لارو د تړل کېدو او د تجارت د درېدو په سبب ډېر تاوان پاکستانیانو ته اوړي.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي پرون په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د افغان سوداګرو لږ تر لږه ۱۲زره کانټینره اموال په کراچۍ او نورو بندرونو کې ایسار دي.
د اکتوبر له دولسمې را وروسته چې د افغان طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ درنې نښتې وشوې د تورخم او چمن په ګډون ټولې عبوري لارې د ترانزیت او سوداګرۍ په مخ وتړل شوې.
د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۳۰۰ میلیونه ډالره د دواړو غاړو سوداګرو ته تاوان رسېدلی دی.
افغان لوبغاړو د اسلامي پیوستون له لوبو د نقرې او برنزو دوه مډالونه ګټلي
د تکواندو ملي لوبغاړي محسن رضايي وتوانېد د عربستان، ازبکستان او آذربایجان لوبغاړي مات او د سپینو زرو/نقرې مډال وګټي.
محسن رضايي په فاینل کې د طلا په سر له ایراني لوبغاړي سره مخ وو خو د راپورونو له مخې د ورپېښې ناروغۍ په سبب سم ونه لوبېد او لوبه یې وبایلوده.
اخوا په ووشو کې بیا جعفر سلطاني د سعودي عربستان او یمن لوبغاړي مات کړل او د برنزو مډال یې وګاټه.
تر هغه مخکې د افغانستان د موی تای اتل محمد یوسف جهانګیر د اسلامي پیوستون له لوبو د سرو زرو/طلا مډال ګټلی وو.
افغانستان دا وار د اسلامي پیوستون سیالیو ته چې نږدې شپیته هېوادونه پکې برخه لري اویا لوبغاړي استولي.