د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

کابل کې د افغان ځوانانو د فوټبال تمریناتي کمپ پیل شوی


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، په پلازمېنه کابل کې د فوټبال له ۱۶ کلونو د کم عمره افغان ځوانانو تمریناتي کمپ بیا پیل شوی.

دې کمپ ته د کوچني اختر له امله وقفه ورکړل شوې وه.

د دې تمریناتي کمپ، موخه د مرکزي اسیا د فوټبال د شپاړلس کلونو کم عمره ځوانانو د سیالیو لپاره چمتوالی ښودل شوی دی.

دغه سیالۍ د روانې مې میاشتې په لسمه د تاجیکستان په دوشنبې ښار کې پیلېږي چې د همدې میاشتې تر شلمې دوام کوي.

په دې لوبو کې د افغانستان ترڅنګ کوربه تاجکستان، ازبېکستان او ایران لوبډلې برخه اخلي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وار له مخه په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې د ښو سیالیو د کولو هیله ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG