د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

نيويارک ټايمز: داعش د پاکستاني طالبانو خوابدي شویو جنګيالیو جوړه کړې


آرشیف: په مخکيني افغان حکومت کې په ننګرهار کې د نيول شويو پاکستاني داعشیانو انځور
آرشیف: په مخکيني افغان حکومت کې په ننګرهار کې د نيول شويو پاکستاني داعشیانو انځور

نيويارک ټايمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د داعش ډلې د خطر په اړه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې د کابل په ګډون په بېلابېلو سیمو کې وروستیو خونړیو بریدونو ته اشاره شوې او ویل شوي چې د استخباراتي معلوماتو له مخې د داعش وېبپاڼې له اوو بریدونو څخه د څلورو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په وروستیو اونیو کې په بریدونو کې شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

طالبانو بیا بیا ویلي، چې د داعش خراسان څانګه یې ځپلې ده.

خو د نیویارک ټایمز مقاله وايي، چې وروستیو بریدونو د طالبانو ادعا تر پوښتنې لاندې راوستلې ده.

په مقاله کې راغلي، چې د داعش خراسان څانګه په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستاني طالبانو خوابدي شویو جنګيالیو جوړه کړې.

پخوانیو افغان ځواکونو او د هغوی امریکايي همکارانو هم ویلي چې دوی په داعش پورې تړلي جنګیالي ځپلي دي.

خو یوه کارپوه نیویارک ټایمز ته ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په داعش پورې تړاو لرونکي جنګیالي ظاهراً پیاوړي شوي دي.

ميډل ايسټ آى:

میډل ایسټ آی خپرونې د اوکراین په جګړه کې د افغانانو د جنګېدو په اړه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې د متین په نوم د یوه پخواني سرتېري کيسه راغلې چې اوس په اوکراین کې د روسیې پر وړاندې په جګړه بوخت دی.

په مقاله کې راغلي، چې اوس هغه د افغانانو د یوه کوچني واحد برخه دی چې د اوکراین په جګړه کې د برخې اخیستو لپاره استخدام شوي دي.

هغه جګړه چې د مقالې په وینا د افغانستان وضعیت یې تر سیورې لاندې راوستې چې لا هم له بې ثباتۍ او اقتصادي سقوط سره مخامخ دی.

په دې راپور کې راغلي، چې اوس مهال په اوکراین کې شاوخوا ۲۰ زره بهرني جنګیالي فعال دي چې ډېری یې له بریتانیا، امریکا، ګرجستان او بېلاروس څخه ورغلي دي.

په دې مقاله کې راغلي، چې متین تر جګړې مخکې لا په اوکراین کې وو چېرته چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دی له خطر سره مخامخ افغانانو د ځای پر ځای کولو د پروګرام برخه و.

ده هیله درلوده، چې امریکا یا بریتانیې ته به ولېږل شي خو د اوکراین د جګړې له کبله د پناه غوښتونکو کارونه پر ټپه ودرېدل.

متین خپرونې ته ویلي، چې یوه بل افغان دی په اوکراین کې د جګړې په لیکو کې د جنګېدو لپاره استخدام کړ.

XS
SM
MD
LG