د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د کریمیا له پولې د روسیې د نظامي ګاډو او ټانکونو اوښتل


د کریمیا له پولې د روسیې د نظامي ګاډو او ټانکونو اوښتل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:26 0:00

اوکرایني چارواکو یوه ویډیو خپره کړې چې ښيې روسي ټانکونه او پوځي ګاډي نن ( فیبروري ۲۴ مه ) د اشغال شوې کریمیا له پولې اوړي. د اوکراین د سرحدي خدمتونو ادارې ددې بندر نوم نه دی یاد کړی. په ویډیو کې لیدل کیږي چې روسي ځواکونه د اوکراین د دولت تر کنټرول لاندې خاورې ته داخلیږي. د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د پنجشنبې په سهار وختي پر اوکراین د " ځانګړې پوځي عملیاتو " اعلان وکړ. هغه د روسیې وګړو ته په وینا کې هڅه وکړه چې خپل دا اقدام توجیه کړي. پوتین د اوکراین له پوځیانو وغوښتل چې خپلې وسلې پر مځکه کېږدي. د روسیې دا اقدام له توندو نړیوالو عکس العملونو سره مخ شوی دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن په یو ټویټ کې ویلي چې یوازې روسیه ددې پوځي یرغل په ترڅ کې د رامنځ ته کیدونکي وژنو او ویجاړیو مسوله ده او د امریکا متحده ایالتونه او متحدان به یې پریکنده ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG