د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

روسیې د اوکراین ډونېتڅک او لوهانڅک سیمې په رسمیت وپېژندې؛ دې پرېکړې ته غبرګونونه


د ډونیتڅک سیمه
د ډونیتڅک سیمه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د ډونیتڅک او لوهانڅک سیمې چې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې دي په رسمیت وپېژندې.

پوتین تېره شپه د خپلې وینا په پای کې (د فبرورۍ په ۲۱ مه) داسې یو سند لاسلیک کړ چې د مسکو په وینا د دغو دوو سیمو د بېلتون غوښتونکو مشرانو له خوا د رسمیت پيژندنې لپاره وړاندیز شوی وو.

پوتین په دې اړه وینا کې وویل: "زه اړینه ګڼم چې له ډېره وخته شاته لوېدلې پرېکړه وشي چې د ډونیتڅک د خلکو د جمهوریت او د لوهانڅک د خلکو جمهوریت خپلواکي او حاکمیت سمدستي په رسمیت وپیژندل شي. زه د روسیې د فدرالي شورا څخه غوښتنه کوم چې د دې پرېکړې ملاتړ وکړي او بیا له دواړو جمهوریتونو سره د ملګرتیا او دوه اړخیزو مرستو تړونونه تصویب کړي. "

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر په خپله وینا کې ناټو تورنه کړه چې د مسکو امنیتي غوښتنې یې په بشپړه توګه له پامه غورځولي دي.

د لوهانڅک او ډونیتڅک په رسمیت پېژندلو د روسیې پرېکړې سخت او پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزېف بورېل ویلي، بلاک به پر روسیې نور بندیزونه ولګوي.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ولسمشر جو بایډن به ډېر ژر یو اجرائیوي فرمان صادر کړي چې په ډونیتڅک او لوهانڅک سیمو کې د متحده ایالاتو د اتباعو هر ډول پانګونې یا سوداګرۍ منع کوي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن ویلي، د پوتین دا اقدام د اوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده.

روسیې داسې وخت دا اقدام وکړ چې تمه کېده د امریکا ولسمشر جو بایډن د اوکراین د کړکېچ د هواري پر سر له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.

ولسمشر جو بایډن به ډېر ژر یو اجرائیوي فرمان صادر کړي
ولسمشر جو بایډن به ډېر ژر یو اجرائیوي فرمان صادر کړي

خو کریملین وویل، د دې غونډې په اړه خبرې له وخت مخکې دي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون (د فبرورۍ په ۲۱ مه) په مسکو کې خبریالانو ته وویل، د پوتین او بایډن ترمنځ لیدنه یوازې هغه مهال ممکنه ده چې دواړه مشران یې اړین وګڼي.

سپینې ماڼۍ د ورځې په جریان کې ویلي و چې کیدای شي بایډن او پوتین سره وویني که روسیه پر اوکراین برید ونه کړي.

خو پر اوکراین د برید او د جګړې د پیل وېره لا هم شته.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ترس پرون په اوکراین کې د خپل هېواد له ټولو اتباعو وغوښتل چې له دغه هېواده ووځي: "موږ فکر کوو چې اشغال ډېر احتمال لري. لکه څنګه چې موږ ګورو، د پوتین پلانونه پلي کېږي. موږ تېره اوونۍ په غلطو معلوماتو کې زیاتوالی ولید. زه د بریتانوي اتباعو څخه غوښتنه کوم چې له اوکراینه ووځي. وضعیت خورا خطرناک دی. ممکن جګړه ژر پیل شي."

د اوکراین د اشغال په اړه د لویدیځ اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې روسیې د اوکراین سره په پوله کې سیمو کې تر یو نیم لک ډېر سرتیري ځای پرځای کړل.

روسیه وايي، پر اوکراین د یرغل یا نیواک کوم پلان نه لري، خو له ناټو یې غوښتي چې دغه هېواد ته غړیتوب ورنه کړي.

XS
SM
MD
LG