د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

امریکا د داعش خراسان څانګې د مشر ثنا الله غفاري په سر جایزه اعلان کړه


ارشیف، یو تن داعشي
ارشیف، یو تن داعشي

د داعش د خراسان څانګې د مشر ثنا الله غفاري په سر چې د شهاب المهاجر په نوم مشهور دی، د لس میلیونه ډالرو د جایزې اعلان وشو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د جایزې د ورکولو څانګې ویلي، دا پیسې به د هغه معلوماتو په بدل کې ورکول کېږي چې له مخې يې د داعش ډلې د خراسان څانګې یاد مشر او د دغه ډلې هغه غړي چې د تېر میلادي کال د اګسټ په ۲۶مه يې د کابل هوايي ډګر په ابي ګېټ کې په ځان مرګي حمله کې لاس درلود یا ووژل شي او یا يې ځای معلوم شي.

دا حمله هغه مهال وشوه چې بهرنیو ځواکونو له افغانستانه د وتلو ماموریت بشپړاوه.

په دې حمله کې چې مسولیت يې اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش په غاړه واخېست د ۱۳ امریکایانو په ګډون په کې نږدې ۱۷۰ افغانان ووژل شول.

د امریکا د بهرنیو‌چارو ‌وزارت د راپور پر بنسټ داعش ډلې د ۲۰۲۰ په جون میاشت کې شهاب المهاجر د خراسان څانګې د مشر په توګه وټاکه.

په دې حمله کې چې مسولیت يې اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش په غاړه واخېست د ۱۳ امریکایانو په ګډون په کې نږدې ۱۷۰ افغانان ووژل شول.
په دې حمله کې چې مسولیت يې اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش په غاړه واخېست د ۱۳ امریکایانو په ګډون په کې نږدې ۱۷۰ افغانان ووژل شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې نوموړی په افغانستان کې د ټولو حملو او بریدونو مسول دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت شهاب المهاجر په تېر ۲۰۲۱ میلادي کال کې امریکا د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړ.

پر افغانستان د طالبانو له بشپړۍ واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې داعش ډلې ځینې خونړۍ برېدونه وکړل چې سلګونه افغانانو ته يې مرګ ژوبله واوړله.

خو اوس د طالبانو حکومت وايي، دغه ډله يې ځپلې ده.د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "داعش په افغانستان کې کومه رېښه نه لري، زیات شمېر کسان يې نیول شوي او ځپل شوي دي، د مشر په اړه يې باید ووایم چې عمومي مشر يې افغانستان کې نشته او کومه سیمه ییز مشر يې چې دی د نیولو او ځپلو لپاره يې اسلامي امارت کافي دی او په دې اړه به کوټلي ګامونه واخلي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د داعش د سیمه ییز مشر د نیولو لپاره اسلامي امارت کافي دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د داعش د سیمه ییز مشر د نیولو لپاره اسلامي امارت کافي دی.

امریکا داسې مهال د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر او غړو په سر میلیوني ډالري جایزه اعلانوي چې تازه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور کې راغلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه زیات شوي دي.

په دې راپور کې دغه شان راغلي، د القاعده ډلې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی عبدالله د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې طالبانو سره د لیدنې په موخه افغانستان ته تللی، خو طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې دا راپور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG