د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

د ٢٠٢٢کال د لامبو وهنې نړیوالې سیالۍ یو ځل بیا وځنډول شوې


ارشیف؛ د لامبو وهنې سیالۍ
ارشیف؛ د لامبو وهنې سیالۍ

د ٢٠٢٢کال د لامبو وهنې نړیوالې سیالۍ یو ځل بیا وځنډول شوې.

ټاکل شوې وه د لامبو وهنې نړیوالې سیالۍ د روان د ۲۰۲۲کال په مې میاشت کې د جاپان په فوکویوکا ښار کې ترسره شي، خو د المپیک نړیوالې کمیټۍ اعلان کړی چې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شویو محدودیتونو په پار دغه سیالۍ راتلونکي میلادي کال ته ځنډوي.

د المپیک نړیوالې کمیټی دغه پریکړه د جاپان د ورزشي ادارو د مسؤلینو په لارښونه کړې.

ټاکل شوې چې د لامبو وهنې نړیوالې سیالۍ د ۲۰۲۳کال د جولای په میاشت کې د جاپان په فوکویوکا ښار کې ترسره شي.

د لامبو وهنې نړیوالیو سیالیو اصلي نېټه ۲۰۲۱ کال و خو هغه مهال هم د کرونا ویروس د ډېر خپریدو ویرې ۲۰۲۲ میلادي کال ته ځنډول شوې وې.

XS
SM
MD
LG