د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۵

نړۍ

د قزاقستان د استخباراتو پخوانی رئیس د ملي خیانت په تور ونیول شو

کریم ماسیموف
کریم ماسیموف

د قزاقستان د استخباراتو پخوانی رئیس کریم ماسیموف پرون د ملي خیانت په تور ونیول شو.

نوموړی په دې هېواد کې د خونړیو اعتراضونو پر مهال له نیول کېدو دوه ورځې مخکې له دندې لیرې شوی و.

د قزاقستان د ملي امنیت کمیټې د ماسیموف د نیول کېدو په اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې یو شمېر نور امنیتي چارواکي هم نیول شوي دي.

۵۶ کلن ماسیموف چې دوه ځلې یې د صدراعظم په توګه هم دنده ترسره کړې د پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایوف له نږدې کسانو ګڼل کېږي.

معترضان چې د سونګ د موادو د بیو د لوړېدو په غبرګون کې یې تېره اوونۍ له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې پیل کړې، تر ډېره نظربایف ته په غوسه وو.

ماسیموف له ۲۰۱۶ کال راهیسې د قزاقستان د استخباراتو د رئیس په توګه دنده لرله.

د قزاقستان د کورنیوچارو وزارت ویلي دي چې د دې اعتراضونو پرمهال ۴۰۰۰ تنه مظاهره چیان نیول شوي دي.

د قزاقستان حکومت د وضعیت د کابو کولو لپاره د ډله ییز امنیت د سازمان چې مشري یې مسکو کوي، د مداخلې غوښتنه وکړه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کامرون اپوزیسیون: د انتخاباتو نتیجه د خلکو ریښیتني اراده نه تمثیلوي

په کامرون کې د اپوزیسیون مشرانو د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتو نتیجه چې له مخې یې د ولسمشرپاول بیا حکومت تراوو نورو کلونو پورې غزول کیږي، ردکړه.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې دغو مشرانو ویلي چې دغه نتیجه د د دې هیواد چې اوس د بیلتون غوښتنې په لانجه کې ګیردی، د خلکو ریښتیني اراده نه تمثیولي.

په مرکزي افریقا کې پروت د دې هیواد د اساسي قانون شورا د دوشنبې په ورځ د لانجمنو انتخاباتو نتیجه اعلان کړه اود ۵۳ سلنه رایې په ګټلو سره یې ۹۲ کلن بیا بریالی اعلان کړ. له دغه اعلان وروسته د کامرون په څو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه پیل شوي دي. د کامرون په سوداګریز مرکز دواله کې د اپوزیسیون د پلویانو او د بلوا ضد پولیسو ترمنځ د نښتو په نتیجه کې د دې ښار سړکونه بند شوي دي.

جنوبي کوریا دونالډ ټرمپ ته د سرو زرو تاج ډالۍ کړ

د جنوبي کوریا چارواکو د امریکا ولسمشر ته د لرغوني کوریا د پاچاهانو د سروزرو تاج ډالۍ وړاندې کړه.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له خپل سیال، لی جائه میونګ سره ولیدل.

دا کتنه د ټرمپ د آسیا د سفر یوه برخه ده، چیرې چې تمه کیږي نوموړی به د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په کتنه کې د سوداګرۍ چارو په اړه خبرې وکړي.

د شیلا په نوم د کوریا د پاچاهانو د کورنۍ د سروزرو تاج په لرغوني ګیونګجو ښارکې د یولړمراسمو په ترڅ کې ټرمپ ته ورکړشو.

د شیلا شاهي کورنۍ د کوریا پرټاپو وزمې له میلاد څخه مخکې له ۵۷ څخه تر ۹۳۵ کاله پورې واکمنه وه.

د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ دفتر په یوه بیان کې وویل: "دا تاج په ټاپووزمه کې د سولې، ګډ ژوند او ګډې سوکالۍ سمبول دی."

ټرمپ یې په ځواب کې وویل،: "دا یو لوی ویاړ دی. زه غواړم همدا اوس دا تاج پرسرکړم."

د اوپن اې آی ارزښت ۵۰۰ میلیارد ډالره اټکل شو

د مایکروسافټ او اوپن‌اې‌آی ترمنځ یوه مهمه هوکړه شوې چې له مخې یې د "ChatGPT" د مصنوعي ځیرکتیا جوړوونکې کمپنۍ کولای شي عامه سهامي شرکت ته خپل جوړښت واړوي او د اوپن‌اې‌آی ارزښت شاوخوا ۵۰۰ میلیارد ډالره اټکل کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه هوکړه هغه اساسي محدودیت پای ته رسوي چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د اوپن‌اې‌آی د پانګونې په جذب کې خنډ و. دا محدودیت د مایکروسافټ د هغه تړون له کبله و چې له مخې یې د ټکنالوژۍ دې لوی شرکت ته اجازه ورکول شوې وه چې د اوپن‌اې‌آی له ډېرو محصولاتو او څېړنو څخه د استعمال حق ولري، په بدل کې یې د کلوډ(Cloud) ګرانه خدمات ورکول.

د چټ جي پي ټي د شهرت له زیاتوالي سره، دغه محدودیتونه د دواړو شرکتونو ترمنځ د اصلي شخړې سبب شوي وو.

د دواړو لورو د اعلامیې له مخې، مایکروسافټ به د «اوپن‌اې‌آی ګروپ» شاوخوا ۲۷ سلنه ونډه په خپل ملکیت کې ولري، چې ارزښت یې نژدې ۱۳۵ میلیارد ډالره اټکل شوی. د شرکت کنټرول به لا هم د اوپن‌اې‌آی د غیرانتفاعي بنسټ په لاس کې وي.

مایکروسافټ تر دې دمه ۱۳.۸ میلیارد ډالره په اوپن‌اې‌آی کې پانګونه کړې، او د دې نوې هوکړې له مخې یې نژدې ۱۰ چنده ګټه ترلاسه کړې ده. د مایکروسافټ د ونډو بیه هم ۲.۵ سلنه لوړه شوې، چې د دې شرکت د بازار ټول ارزښت یې یو ځل بیا تر څلور ټریلیونه ډالرو پورته رسولی دی.

اسراییل: حماس د بل چا مړی را سپارلی

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د سې شنبې په ورځ وویل چې اسراییل به د حماس له خوا د هغه ورسپارل شوي مړي د پاتې شونو په وړاندې غبرګون وښیي چې پراسراییلي مړو شویو برمته وو پورې اړه نه لري. اسراییل دا د غزې له اوربند څخه سرغړونه ګڼي.

حماس وویل چې دوی له اوربند سره سم عمل کوي او د مړو شویو یرغملو د پاتې شونو د موندلو لپاره له خپله وسه ډیره هڅه کوي خو وایي د جسدونو په پیژندلو کې ستونزه لري ځکه په دې برخه کې د تجهیزاتو له نشتوالي سره مخ دي.

نتنیاهو وویل، د هغه مړه شوي یرغمل په نوم پاتې شونې چې تیره ورځ حماس ډلې ور سپارلي، مړی یې د جګړې په پيل کې اسراییلي ځواکونو موندلی او هغه په پاتې مړو شویو ۱۳ یرغمل شویو پورې اړه نه لري.

هغه وویل چې دی به نن د ورځې په وروستیو کې خپل دفاعي چارواکي را وبولي تر څو په ځواب کې د "اسرائیل د راتلونکو اقداماتو" په اړه پریکړه وکړي.

حماس ډله چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې پر اسراییلو د برید پرمهال یې شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل کړي وو، د هغو ستونزو یادونه کوي چې د پاتې یرغملو د موندلو په برخه کې ورسره مخامخ ده، ځکه د اسراییل په عملیاتو کې د غزې ډېره برخه په کنډوالو بدله شوې.

خو د اسراییلو د پوځ یوه ویاند د یکشنبې په ورځ وویل، حماس ډله پوهېږي چې د پاتې یرغملو مړي چېرته دي.

په ترکیه کې زلزله شوې

د ترکیې په لویدیځ کې تیرماښام تر یوې زورورې زلزلې وروسته نن سې شنبې سهار بیا په سیمه کې د زلزلې څوټکانونه احساس شوي دي.

د ترکیې له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې ویلي چې د تیرماښام زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶،۱ و او نن هم له زلزلې وروسته سیمه څو ټکانونو ولړزوله چې د یوه شدت یې ۴،۶ درجې و. د دې زلزلې مرکز د ترکیې په لویدیځ بالیکسیر کې د سیندیرګي سیمه وه.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وویل چې د تیرماښام زلزلې د اپارتمانونو درې خالي بلاکونه او یوه هټۍ نړولي دي. د هغه په خبره د استوګنې دا ودانۍ د اګست په میاشت کې د مخکینۍ قوي زلزلې له امله چې یوکس پکې مړشوی، زیانمنې شوې وې او له هغه راهیسې پکې څوک نه اوسیدل.

د ترکیې د خاورې لویه برخه، په ځانګړې توګه استانبول د زلزلې پرکرښو پرته ده چې له امله یې پکې ډیرې زلزلې کېږي. په تیره اپریل میاشت کې هم د ریښترپه کچه ۶،۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه.

زیلینسکي: کییف چمتو دی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسیې او بیله روس پرته بل هرځای خبرو کې برخه واخلي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي وایي، کییف چمتودی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسیې او بیله روس څخه پرته بل هرځای د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، خو اوکرایني ځواکونه « شاته هیڅ ګام نه اخلي » چې د خپلې خاورې یوه برخه روسیې ته پریږدي.

زیلینسکي په خپلو څرګندونو کې چې نن سې شنبې خپرې شوي، له امریکایي قانون جوړونکو څخه غوښتي چې پرروسیې سخت بندیزونه ولګوي. هغه زیاته کړه چې اوکراین به د دوو یا دریو نورو کلونو لپاره د خپل مالي ثبات د تامین لپاره د خپلو اروپایي متحدانو ملاتړ ته اړتیا ولري. زیلینسکي د امریکا له ولسمشرډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې روانه اونۍ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په کتنه کې پرهغه فشارراوړي چې د روسیې له ملاتړه لاس واخلي. زیلینسکي نن په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې د ده په باور دا به د ټرمپ یوجدي اقدام وي.

ټرمپ تیره اونۍ د روسیې د تیلوپردوو سترو شرکتونو بندیزونه ولګول او د روسیې د انرژۍ له مهمو پیریدونکو، په ځانګړې توګه له هند او چین څه یې وغوښتل چې خپل پیرل، چې د واشنګټن او کییف په وینا د روسیې د جګړې ټول لګښتونه تامینوي، کم کړي.

د جاپان صدراعظمه د امریکا ولسمشر ته، غواړم د جاپان او امریکا ترمنځ د اتحاد “طلايي پېر” پیل کړم

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د جاپان له نوې صدراعظې سانائه تاکایچي سره د کتنې پرمهال
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د جاپان له نوې صدراعظې سانائه تاکایچي سره د کتنې پرمهال

د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډټرمپ نن- د لړم ۶مه د جاپان له نوې صدراعظمې سانائه تاکایچي سره به خپله لومړۍکتنه کې وویل چې واشنګټن او توکیو د خورا لوړې کچې متحدان دي.

ټرمپ چې آسیا ته د سفر په پیل کې توکیو ته رسېدلی دی له مېرمن تاکایچي سره د صدراعظم په استوګنځي کې د خبرو پرمهال وویل، دی ویاړي چې د جاپان له یوې ډېرې درنې صدراعظمې سره د هغې په لومړنیو کاري ورځو کې ګوري.

مېرمن تاکایچي هم د دواړو هېوادونو اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې وویل دا غواړي چې د جاپان او امریکا ترمنځ د اتحاد یو “نوی طلايي پېر” پیل کړي.

تمه ده چې دواړه لوري په پلازمېنه توکیو کې دخبرو پرمهال پر امنیتي او تجارتي مسایلو تمرکز وکړي او دا په داسې حال کې ده چې جاپان له چین سره د ترینګلو اړیکو له کبله خپله دفاعي بودیجه د هېواد د ناخالص کورني تولید دوه سلنې ته لوړه کړې ده.

دا کتنه داسې مهال کېږي چې ولسمشر ټرمپ هڅه کوي د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره تر خبرو مخکې د نړۍ د دې دوو لویو اقتصادي ځواکونو ترمنځ د سوداګریز توافق په برخه کې د واشنګټن دریځ پیاوړی کړي.

ترکیې د خپل پوځ د ځواکمنولو لپاره له برتانیا څخه شل ټایفون ډوله جنګي جټ الوتکې پېرلې دي

ټایفون یوروفایټر جټ الوتکه [آرشیف]
ټایفون یوروفایټر جټ الوتکه [آرشیف]

ترکیې د نژدې ۱۱ میلیارد ډالر په ارزښت له برتانیا سره د ۲۰ ټایفون یوروفایټر جټ الوتکو د پېرلو تړون لاسلیک کړ.

دا قرارداد پرون دوشنبې په انقره کې د برتانیا له صدراعظم کایرسټارمر سره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کتنه کې لاسلیک شو. دا د ترکیې او برتانیا ترمنځ د دفاعي همکاریو یو نوی مورد دی.

څارونکي وايي، د دې معاملې بیه ډېره لوړه او غیرعادي ده.

د ترکیې دفاع وزارت ویلي دي چې غواړي ۲۴ نورې جټ الوتکې له عمان او قطر څخه هم وپېري.

ترکیه په پام کې لري چې خپل هوايي ځواک پیاوړی کړي او د اسراییل په څېر له سیمه ایزو سیالانو سره خپل واټن راکم کړي.

له غزې څخه اسراییلو ته د یرغملو د سپارلو دوام؛ د یو بل یرغمل مړی هم اسراییلو ته وسپارل شو

غزه، د اکتوبر ۱۳مه- اسراییلي برمته د سره صلیب په موټر کې له غزې څخه اسراییلو ته لېږدول کېږي
غزه، د اکتوبر ۱۳مه- اسراییلي برمته د سره صلیب په موټر کې له غزې څخه اسراییلو ته لېږدول کېږي

اسراییل وايي، د سره صلیب نړیوالې کمیټې له غزې څخه یوبل مړ شوی یرغمل هم د دې هېواد پوځ ته سپارلی دی.

د اسراییل د صدراعظم دفتر پرون په یوه بیان کې وویل، که د دې مړه یرغمل هویت تایید شي نو دا به په دې معنا وي چې اوس په غزه کې د ۱۲ نورو اسراییلي یرغملو مړي پاتې دي.

حماس ډله چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې پر اسراییلو د برید پرمهال یې شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل کړي وو، د هغو ستونزو یادونه کوي چې د پاتې یرغملو د موندلو په برخه کې ورسره مخامخ ده، ځکه د اسراییل په عملیاتو کې د غزې ډېره برخه په کنډوالو بدله شوې.

خو د اسراییلو د پوځ یوه ویاند د یکشنبې په ورځ وویل، حماس ډله پوهېږي چې د پاتې یرغملو مړي چېرته دي.

ټرمپ جاپان ته ورسید

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ آسیا ته د سفر په ترڅ کې نن دوشنبې د لړم په پنځمه جاپان ته ورسید.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې ټاکل شوې چې نوموړی نن د ورځې په وروستیو کې د جاپان له امپراتور سره وګوري. ټرمپ به د سې شنبې په ورځ د دې هیواد له نوې صدراعظمې سانائه تاکایچی سره کتنه ترسره کړي.

ټرمپ په خپلې ځانګړې الوتکه آیرفورس ون کې سپرو خبریالانو ته وویل چې دی هیله من دی چې د چین له ولسمشرشي جین پینګ سره په جنوبي کوریاکې د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې یوې موافقې ته ورسیږي.

هغه همدارنګه ویلي چې د اړتیا په صورت کې چمتودی چې آسیا ته خپل دا سفر وغزوي ترڅو د شمالي کوریا له واکمن کیم جونګ اون سره وګوري. ټرمپ هغو خبریالانو ته چې مالیزیا ته په لاره یې ورسره ملګرتیا کوله وویل: »زه ولسمشرشي ته ډیراحترام لرم او فکرکوم ... چې موږ به له دې غونډې څخه له یوې موافقې سره راووځو. «

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG