د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

د غزني اوسېدونکي: طالبان دې د ورښتونو اوبه مهار او بندونه دې جوړ کړي


ځینې خلک په دې باور دي چې که ټول کال واورې او بارانونه ورېږي، خو د سېلابي اوبو نه مهارېدل به دوی ته چندان ډېره ګټه ونه رسوي.
ځینې خلک په دې باور دي چې که ټول کال واورې او بارانونه ورېږي، خو د سېلابي اوبو نه مهارېدل به دوی ته چندان ډېره ګټه ونه رسوي.

د هېواد د ډېری نورو سیمو په څېر په غزني کې هم د دوشنبې له ورځې راهیسې د سږني کال د لومړۍ واورې ورېدل پیل شول.

اټکل کېږي چې د دغې واورې ورېدل به په وقفه يي شکل څو ورځې دوام وکړي.

خو د سږنیو واورو ورېدل په داسې حال پیل شوې چې یوې خوا ته په هېواد کې بې وزلي زیاته شوې ډېری خلک د سونګ توکي نه لري، له زیاتې سړځګۍ څخه کړېږي، له بلې خوا وطن سختې وچکالۍ ځپلی او بل لورته بیا ډېری بزګران او کروندګر ورته خوشحاله دي.

دغه بزګران او کروندګر وايي، تیرې وچکالۍ ناامېده کړي وو، خو اوس یې بېرته هیلې را ژوندۍ شوي دي.

دوی هیلې لري چې اوبه به یې زیاتې، کښتونه به یې ښه او اقتصاد به یې ورسره پیاوړی شي.

۳۰ کلن حمزه چې بزګر دی وايي، له روانو ورښتونو سره به تر یوې اندازې وچکالي او ځینې موسمي ناروغۍ ختمې شي، خو اوبه او د خلکو اقتصاد به ورسره ښه شي.

دی وايي، د غزني خلک ډېری بزګران او په کرکیله بوخت دي: "دا واورې به د افغانستان په اقتصاد باندې ډېره مثبته اغېزه وکړي، ځکه بارانونه او واورې چې وورېږي، له دې سره حاصلات زیاتېږي، اوبه ورسره زیاتېږي، نو ډیره مثبته اغېزه به وکړي."

که په هېواد کې روانو ورښتونو ته ډېری خلک خوشحاله دي، خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې که ټول کال واورې او بارانونه ورېږي، خو د سېلابي اوبو نه مهارېدل به دوی ته چندان ډېره ګټه ونه رسوي.

دوی وايي، دلته چې واورې او بارانونه کېږي، نو اوبه یې هسې بهیږي، نه د اوبو بندونه لري او نه هم د هغوی کنټرول.

روانو ورښتونو ته ډېری خلک خوشحاله دي
روانو ورښتونو ته ډېری خلک خوشحاله دي

دوی د طالبانو له حکومت او نړیوالو مرستندویه موسسو څخه د بندونو د جوړولو غوښتنه کوي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی محمدالرحیم وايي، څو پورې چې د دغه واورو او ورښتونو د سېلابي اوبو د مهارولو لپاره بندونو جوړ نه شي د پرله پسې ورښتونو ګټې به کمې وي.

دی زیاتوي: "په غزني او شااوخوا ولایتونو کې خو ډېرې واورې وشوې، خو کومې واورې چې وشوې د دغه واورو د اوبو د مهارولو لپاره چې کوم بندونه جوړ نه شي، کوم بنیادي کارونه ونه شي، نو فکر نه کوم چې دا دې ګټې ورسوي، ځکه د دغه واورو اوبه خو اوس ټولې ضایع کېږي."

غزني هغه ولایت دی چې پخوا به زیاتې واورې او ورښتونه په کې کېدل، خو وروستیو وچکالیو دغه ولایت هم ځپلی دی.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د خلکو د دې غوښتنې په اړه د طالبانو د حکومت د ویاندویانو نظر واخلي، خو د دې راپور تر چمتو کولو پورې یې ددې پوښتنو ځواب ونه وایه.

د تېر جمهوري نظام سیمه ییز چارواکو ویلي وو، په غزني کې د ۱۱۳ غټو او وړو بندونو د جوړولو پلان لري چې له هغې ډلې څخه یې اتلس لوی بندونه دي چې د ځینو کارونه یې پیل کړي هم دي، خو اوس دغه کارونه بیرته درېدلي دي.

XS
SM
MD
LG