د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

مېل انلاین: طالبانو قطر ته د امریکا هره چارتر الوتنه کې د څو څوکیو غوښتنه کړې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ګارډین

بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې بریتانیا ته د ورغلو افغان پناه غوښتونکو ستونزو ته پام اړولی او لیکي، په پام کې ده چې شااوخوا ۱۲ زره افغان پناه غوښتونکي نوی میلادي کال په هوټلونو کې پیل کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د بریتانیا حکومت هڅه کوي د دې هېواد شوراګانو ته قناعت ورکړي چې دغو افغان پناه غوښتونکو ته چې د اګسټ میاشتې له نیمایي په هوټلونو کې اوسي، دایمي هستوګن ځایونه پیدا کړي.

په دوام کې د کار او تقاعد د وزارت له قوله لولو چې د هغو ۱۶ زره ۵۰۰ افغانانو له ډلې چې په اګسټ میاشت کې یې بریتانیا ته پناه وروړې، څلور زره‌یې د هستوګنې کورونو ته انتقال شوي یا هم په مناسبو کورونو کې د ځای پر ځای کېدو په حال کې دي.

د دغو کسانو له قوله ویل شوي چې هیله‌من دي یوه ورځ بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، خو دې ته هم لېواله دي چې د بریتانیا د حکومت له‌خوا ښه خبرونه واوري چې په دې هېواد کې نوی ژوند په کوم ځای کې پیل کړي.

د ګارډین په لیکنه د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت له ۳۰۰ زیاتو چارواکو د دغو پناه غوښتونکو لپاره د دایمي هستوګن ځایونو د برابرولو لپاره اقدام کړی دی.

د لندن د شورا چارواکو په هغو هوټلونو کې چې افغان پناه غوښتونکي په‌کې اوسي، وضعیت ګډوډ بللی او اندېښنه‌یې ښوولې چې یو زیات شمېر ماشومان هم په دې هوټلونو کې اوسي.

د ورځپاڼې په لیکنه اکثرو دغو پناه غوښتونکو تر اوسه په بریتانیا کې کارونه نه‌دي پیل کړي ځکه دایمي ادرس نه‌لري.

  • مېل انلاین

مېل انلاین خپرونې هم له افغانستانه د افغانانو د انتقال پروسې ته پام اړولی او لیکي، د افغانانو د ایستلو لپاره الوتنې ځکه ځنډول شوي چې ښایي د طالبانو کسان ورڅخه له افغانستانه د وتلو او له هېواده بهر د نغدو پیسو د راټولولو لپاره کار واخلي.

په دوام کې لولو چې طالبانو قطر ته د امریکا په هره چارتر الوتنه کې د ځان لپاره د څو څوکیو غوښتنه کړې چې د دې ډلې د خلکو او ملاتړو لپاره چې ظاهراً به د پیسو د راټولولو د هڅې لپاره هغه هېواد ته تلل، زمینه برابره کړي.

د خپرونې په لیکنه په دې اړه چې ایا طالبان کولای شي له هغو الوتنو چې د تر ټولو زیاتو زیان‌ګالو کسانو لپاره ځانګړې شوي، استفاده کولای شي کنه؟ اختلاف د دې سبب شوی چې طالبان له درې اوونیو راهیسې دغه الوتنې ودروي. دا هم تر اوسه نه‌ده روښانه چې دغه الوتنې به بېرته کله پیلېږي.

له کله چې ټول امریکایي ځواکونه د اګسټ میاشتې په پای کې له افغانستانه ووتل او طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، په زرګونه افغانان د قطر هوایي شرکت له‌خوا له دې هېواده ایستل شوي دي.

د مېل انلاین په لیکنه له ۷۴ زره زیات افغانان امریکا او ۱۵ زره هم بریتانیا ته لېږدول شوي او په زرګونه نور هم په افغانستان کې بهر ته د تلو لار څاري.

XS
SM
MD
LG