د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۹

نړۍ

امریکا: د اروپا د امنیت په اړه د روسیې نوې طرح د منلو نه ده 

د امریکا او روسیې ګډ بیرغونه
د امریکا او روسیې ګډ بیرغونه

د امریکا متحدایالات وايي، د اروپا د امنیت په اړه د روسیې نوې طرح ورته د منلو نه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون د ډسمبر په ۱۷مه نېټه هغه طرح اعلان کړه چې له مخې یې مسکو غواړي له سړې جګړې وروسته د اروپا په امنیتي اډانه کې بنسټیز بدلون راولي.

په دې طرح کې روسیه د ختیځ پر لور د ناټو د پراختیا او له اوکراین او ګرجستان سره د همکارۍ په ګډون په ختیځه اروپا کې د دې ټلوالې د فعالیتونو د محدودېدو غوښتنه کوي.

مسکو په داسې حال کې چې دا طرح یې واشنګټن او د ناټو غړو ته استولې ده، په ځانګړي ډول له متحدو ایالاتونو سره په دې اړه د دوه اړخیزو خبرو غوښتنه کړې، خو متحدو ایالاتونو ویلي چې له خپلو اروپايي متحدانو او شریکانو پرته به په هېڅ راز خبرو کې ګډون ونه کړي.

د امریکا د حکومت یوه جګ پوړي چارواکي پرون د لیندۍ په ۲۶مه نېټه د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د مسکو د طرحې ځینې برخې د منلو وړ نه دي او زیاته یې کړه مسکو پوهېږي چې دا برخې کومې دي خو دې امریکايي چارواکي یادونه وکړه چې ځینې وړاندیزونه یې په بحث ارزي.

د امریکا د دې غبرګون په ځواب کې نن د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سیرګي ریابکوف وویل، د مسکو د دې طرحې هدف په ځانګړي ډول له واشنګټن سره د خبرو پیل دی.

ریابکوف وویل، که نور هېوادونه، په دې خبرو کې ورګډ شي نو ښايي دا مذاکرات یوازې په بحثونو او لفاظۍ پورې محدودې شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د سوریې په سویدا کې بیا نښتې پیل شوي دي

سره له دې چې د سوریې په دې جنوب لوېدیځه سیمه کې تر څلور ورځنیو نښتو وروسته، چې نژدې ۶۰۰ تنه پکې وژل شوي، اوربند اعلان شوی و، له سیمې ورکړل شوي راپورونه د دروزي جنګیالیو او بدویانو ترمنځ د نښتو د بیا پیلېدو پخلی کوي.

انادولو خبري آژانس، الجزیرې، او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د چنګاښ په ۲۷مه، جمعه راپور ورکړ چې د سوېدا په سیمه کې ټینګ شوی اوربند د پنجشنبې په ماښام مات شو او یو ځل بیا نښتې پیل شوې.

د انادولو خبري آژانس د راپور له مخې، چې خبریالان یې په سوریه کې حضور لري، د سني بدویانو د بېلابېلو قبیلو سلګونه جنګیالي، سوېدا ته رسېدلي دي، د سوېدا په شاوخوا کې یې د یو شمېر کلیو کنټرول ترلاسه کړی، او د سوېدا ښار لوېدیځې دروازې ته روان دي.

وسلوال بدویان وایي چې دوی د جمعې په ورځ پر دروزي جنګیالیو بریدونه پیل کړل. د دوی یوه قوماندان ویلي، اوربند یوازې د دولتي ځواکونو او دروزي جنګیالیو ترمنځ شوی، نه له بدویانو سره.

دغه قوماندان رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د دوی ځواکونه د خپلو هغو ملګرو د خوشې کېدو غوښتنه لري، چې په تېرو ورځو کې د دروزي وسله‌والو له خوا نیول شوي دي.

پاکستان د ۵ ځانمرګو د نیولو ادعا کوي

پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د امنیتي سرچینو پر اساس ادعا وکړه چې سرحدي ځواکونو یې تېر ماښام (د جولای په ۱۷مه) پنځه مشکوک ځانمرګي بریدګر په داسي حال کې ونیول چې غوښتل ‌یې له افغانستان څخه پاکستان ته دننه شي.

سرچینو نیول شوي کسان د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو غړي بللي دي او ویلي، دا کسان هغه مهال ونیول شول چې د بیسي خېل کلي په یوه جومات کې یې پناه واخیسته.

پاکستان وخت په وخت له افغانستانه د ټي ټي پي د وسله والو کسانو د وراښتو ادعاوې کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان ادعاوې ردوي او وايي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

امریکا عراق ته خپل دیپلوماتان بېرته استوي

په بغداد کې د امریکا سفارت
په بغداد کې د امریکا سفارت

شاوخوا یوه میاشت وروسته له هغه امریکا خپل ډیپلوماتان له عراقه وایستل، چې د ایران پر اتومي تاسیساتو بریدونه وشول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، تمی بروس، د پنجشنبې په ورځ (۲۶ سرطان) په یوه خبري ناسته کې وویل:

«هغه کارکوونکي به، چې په موقتي توګه له عراقه بهر ځای پر ځای شوي وو، اوس په تدریج په بغداد کې د امریکا سفارت او په اربیل کې کونسلګرۍ ته بېرته ستنېږي.»

هغې زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت لا هم امریکايي وګړو ته سپارښتنه کوي چې عراق ته سفر ونه کړي.

امریکا د دې پرېکړې دقیق دلیل نه ‌دی څرګند کړی، خو فرانس پریس آژانس راپور ورکړی چې دا ډول بدلونونه عموماً د شخړو د خطر د کمېدو نښه ګڼل کېږي.

د روان چنګاښ په لومړۍ نېټه، کله چې دونالد ټرمپ د ایران پر اتومي تاسیساتو د برید امر ورکړ، د امریکا حکومت خپل ډیپلوماتان له عراقه وایستل.


د ترکیې امنیتي ځواکونو ۱۵۳ تنه له داعش سره د تړاو په شک نیولي

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۱۵۳ کسان یې له داعش ډلې سره د احتمالي تړاو په تور نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر، علي یرلیکایا، نن جمعه (۲۷ سرطان) په خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې دا کسان د عملیاتو په ترڅ کې د ازمیر او موغلا، هاتای او ماردین، او سامسون په شمول د ترکیې په ۲۸ ولایتونو کې نیول شوي دي.

ده زیاته کړې چې دا کسان د یوې ترهګرې ډلې په ګټه د مالي مرستو او تبلیغاتو په تور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر ویلي چې دغه عملیات د ترکیې د استخباراتي ادارو په همغږۍ او د یو شمېر بهرنیو ادارو په همکارۍ شوي دي.

ترکیه له سوریې سره شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري. داعش د مې میاشتې په وروستیو کې د سوریې په جنوب کې یو برید وکړ، چې د نوي حکومت ځواکونه یې په نښه کړي وو.


د عراق د کوت ښار په سوداګري مرکز کې پراخ اور لګېدلی

د عراق د ختیځ په کوت ښار کې روغتیايي چارواکو او د پولیسو دوو سرچینو پرون (جولای ۱۷مه) رویټرز ته ویلي، چې په یوه سوداګریز مرکز کې د پراخ اور د لګېدو له امله لږ تر لږه ۶۹ تنه مړه شوي او ۱۱ نور ورک دي.

په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د مارکېټ د ودانۍ بهرنۍ برخه بشپړه سوځېدلې ده.

په هغو ویډیوګانو کې چې د دې پېښې له ځایه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي، لیدل کېږي چې د شپې په تیاره کې سترې لمبې پورته کېږي، د اور وژنې کارکوونکي د اور وژلو لپاره د اطفایې د موټرو په وسیله اوبه پاشي، او خلک هم د ژغورنې له ډلو سره مرسته کوي.

د کوت ښار یوه چارواکي، علي المیاحي، رویټرز ته ویلي: «نور مړي لا هم تر نړېدلو ځایونو لاندې پاتې دي.»

د دې اورلګیدو علت لا نه دی څرګند شوی، خو د پولیسو لومړنی راپور ښيي چې اور له هغه پوړ څخه پیل شوی و چې عطر او د سینګار وسایل پکې پلورل کېدل.

د کوت والي ویلي، د ودانۍ له څښتن او د پلورنځي له مسوولانو څخه قانوني شکایت شوی دی.

یولیا سیفري د اوکراین صدراعظمه شوه

د اوکراین پارلمان د دې هېواد پخوانۍ د اقتصاد وزیره، یولیا سیفری دینکو د صدراعظمې په توګه تائید کړه.

سیفری دینکو له دې وړاندې د صدراعظمې مرستیاله هم وه او د اوکراین د ځمکنیو زېرمو په اړه یې له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو مشري کوله.

د اوکراین پارلمان پرون د رایې اچونې پر مهال سیفری دینکو ته ۲۶۲ مثبتې، ۲۲ منفي او ۲۶ ممتنع رایې ورکړې، او له دې سره نوموړې د دې هېواد نوې صدراعظمه وټاکل شوه.

۳۹ کلنه سیفری دینکو د دینیس شمیهال ځایناستې شوې ده. شمیهال تر ټولو ډېر وخت د اوکراین د صدراعظم په توګه پاتې شوی و.

د یولیا سیفری دینکو ټاکنه د اوکراین د کابینې د پراخو بدلونونو یوه برخه بلل شوې چې هدف یې له واشنګټن سره د اړیکو پیاوړتیا او د روسیې پر ضد د جګړې د هڅو تازه کول یاد شوي دي.

پاکستان کې تازه ورښتونو او سیلابونو لسګونه کسان وژلي

په پاکستان کې د تېرې یوې شپې او ورځې د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۵۴ تنه وژل شوي دي.

په دې سره، د تېرو اونیو د سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷۸ ته رسېدلی دی.

پاکستان د جولای له ۲۶مې راهیسې له سختو سېلابونو سره مخ دی، چې د خیبر پښتونخوا، پنجاب، سند او بلوچستان ایالتونو ته یې زیانونه اړولي دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت اداره (NDMA) خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به هم شدید بارانونه او سېلابونه دوام ومومي، او له سیمه‌ییزو چارواکو یې غوښتي چې د خلکو د ژغورنې لپاره چمتو پاتې شي.

له سېلانیانو هم غوښتنه شوې چې سېلاب ځپلو سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي، ځکه د ځمکې ښویېدو او د لویو لارو بندېدو احتمال لا هم شته.

امریکا یوه پاکستانۍ اورپکې ډله د ترهګرو لیست کې شامله کړه

د پهلګام سیمه له برید وروسته. عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی دی
د پهلګام سیمه له برید وروسته. عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی دی

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، د " مقاومت جبهې " په نوم یوه پاکستانی ډله، د بهرنیو تروریستي سازمانونو په نوملړ کې شامل کړه.

دې ډلې چې د لشکر طیبه له ملاتړه برخمنه ده، د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر سېلانیانو د اپرېل میاشتې د برید مسئولیت پر غاړه اخیستی و.

په دې برید کې چې د پهلګام په نوم یوه سېلاني سیمه کې شوی و، ۲۶ تنه وژل شوي وو، چې د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې سبب شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې تېره شپه خپور شو، ویل شوي چې د دې ډلې نوملړ ته شاملول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د ملي امنیت د خوندیتوب، له تروریزم سره د مبارزې، او د پهلګام د برید د عدالت د تامین لپاره د ټرمپ د هڅو څرګندونه کوي.

افغانستان، ازبیکستان او پاکستان د ټرانس افغان د اورګاډي د د پروژې د "شونتیا د څېړنې" موافقه لاسلیک کړه

د افغانستان، ازبیکستان او پاکستان ترمنځ کې د ټرانس افغان په نوم د اورګاډي د پروژې "شونتیا د څېړنې" موافقه پرون کابل کې لاسلیک شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د جولای پر ۱۷مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي د "ازبیکستان، افغانستان او پاکستان" یا د ټرانس افغان رېللارې پروژه د "سیمه ییز اتصال" په لړ کې خورا مهمه ده.

نوموړي ویلي، ددې پروژې له بشپړېدو سره به د مرکزي اسیا هېوادونه د سوداګرۍ لپاره د افغانستان له لارې د پاکستان سمندري بندرونو ته لاره پیدا کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس په بیان کې ویلي چې د ټرانس افغان لویې پروژې د "امکان سنجونې موافقه" د طالبانو د ټولګټو چارو، د ازبیکستان د ټرانسپورټي چارو او د پاکستان د اورګاډو چارو وزیرانو لاسلیک کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو پلاوی د جولای پر ۱۷مه په یو ورځني سفر کابل ته تللی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له اسحاق ډار سره په سفر کې د پاکستان د اورګاډو چارو وزیر محمد حنیف عباسي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان او نور چارواکي ملګري دي.

پر دې سربېره د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف په مشرۍ یو پلاوی هم د موافقې لاسلیک او د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د خبرو لپاره د کابل په سفر دی او پرون یې دغلته د موافقې پر لاسلیک سربېره د بېلابېلو طالب چارواکو سره کتلي دی.

په سوریه کې له نښتو وروسته د امریکا د باندنیو چارو وزیر د دې لانجې پای ته رسیدا اعلان کړه

د سوریې په جنوب کې د څو ورځو له خونړیو نښتو او د اسراییل له خوا پر دمشق له بریدونو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې دا تاوتریخوالی به پای ته ورسیږي.

د سوریې ولسمشر هم ویلي چې د دروزي لږکي دفاع د خپل حکومت لومړیتوب بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، پرون (چهارشنبه) د ایکسپاڼې (پخوانۍ ټویټر) له لارې په خپل پیغام کې ویلي چې متحدوایالتونو له ټولو ښکېلو خواوو سره خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ په مشخصو ګامونو هوکړه کړې چې دا اندېښمنوونکی او ویرونکی وضعیت نن شپه پای ته ورسوي.»

د ښاغلي روبیو اشاره تېرې شپې ته وه.

نوموړي له ټولو خواوو وغوښتل چې پر خپلو ژمنو ودریږي.

څو ساعته وروسته د سوریې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دې هېواد پوځ د چهارشنبې په ورځ له سویدا ښار څخه، چې ډېری اوسېدونکي یې د دروزي لږکي دي، شاتګ پیل کړی دی.

د دفاع وزارت په بیان کې راغلي: «د سوریې پوځ د تصویب شوي توافق له مخې، له هغو غیرقانوني ډلو د ښار د پاکولو د عملیاتو تر بشپړولو وروسته له سویدا ښار څخه شاتګ پیل کړی دی.»


نور راوښيه

XS
SM
MD
LG