د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

د بشرحقونو سازمان: طالبان هغه وخت مشروعیت موندلی شي څو د نړۍ غوښتنې ومني


کابل کې وسله وال طالبان
کابل کې وسله وال طالبان

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، تر هغو طالبان په رسمیت نه پېژندل کېږي چې د نړیوالې ټولنې غوښتنې یې نه وي پر ځای کړي.

د دې سازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیالې یوه ورځ وروسته تر دې دا خبره وکړه چې طالبانو له ملګرو ملتو وغوښتل چې پر دې موضوع بیا غور وکړي.

هیډر بار ازادي راډیو ته وویل: "طالبان به تر هغو د یوه قانوني حکومت په توګه په رسمیت ونه پېژندل شي چې دوی له بشري حقونو جدي سرغړونو ته دوام ورکوي لکه له زده کړو او کار څخه د نجونو او ښځو مخنیوی، د رسنیو غلي کېدل، بې محاکمو وژنې دا ټول طالبان له دې راګرځوي چې هغه مشروعیت ترلاسه کړي چې دوی یې غواړي."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د چارو مرستیاله هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د چارو مرستیاله هیدر بار

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د دوشنبې په ورځ د رایو په اکثریت دا پرېکړه وشوه چې د افغانستان څوکۍ به په خپل حال پاتېږي او غلام محمد اسحاقزی به په دې سازمان کې د افغانستان استازیتوب کوي.

طالبانو د ملګرو ملتونو تر پرېکړې وروسته له دې سازمانه وغوښتل چې خپله پرېکړه دې بدله کړي.

XS
SM
MD
LG