د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

امریکا: طالب مشران دې د عمومي بښنې په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي


قطر کې طالب مشران
قطر کې طالب مشران

امریکا وايي، له طالبانو سره په دوحه کې د دوه ورځنیو غونډو پرمهال هغه اندېښنې مطرح شوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې افغانان او دوی لري.

د دې اندېښنو نوې اړخ د بشري حقونو د څار سازمان د سې شنبې (د لېندۍ ۹مه) هغه راپور دی چې وايي، طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې د عمومي بښنې له اعلان سره سره، په ۴ ولایتونو کې نږدې ۱۰۰ مخکېني پولیس او استخباراتي کارکوونکي یا وژلي او یا یې په زور تري تم کړي دي، هغه راپور چې طالبانو تبصره نه‌ده پرې کړې، خو تر دې مخکې یې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د سیستماتیکې نیونې او وژنې ادعاوې رد کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ چې دوحه کې یې طالبانو سره دوه ورځې خبرې کړي وايي، له طالبانو سره‌یې خبرو کې له دوی غوښتي چې د عمومي بښنې په اړه خپله ژمنه عملي کړي او په خپلو لیکو کې له هغو کسانو څېړنې وکړي چې په دې ډول پېښو کې لاس لري.

وېسټ وايي، طالبان پوهېږي چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د انتقامي وژنو او جبري نادرکۍ په راپورونه په ژوره توګه اندېښمن دي.

ښاغلي وېسټ تېره شپه پر خپل ټویټر ولیکل، دوی له طالبانو غوښتي څو ډاډمنه کړي چې د بښنې په اړه خپله ژمنه په بشپړه توګه عملي کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام‌وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام‌وېسټ

په دوحه کې له طالبانو سره د دوه ورځنیو بحثونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه هم خپره کړې او په‌کې لیکي، ټام وېسټ له طالب مشرانو سره خبرو کې له هغوی وغوښتل چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي او د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره نور ګامونه هم واخلي.

د طالبانو حکومت د دې غونډو پایلو ته هیله‌مندي ښيي او زیاتوي، هوکړه شوې چې راتلونکي کې هم دا ډول کتنو ته دوام ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "د دې هیله‌مندي شته چې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون له نورو هېوادونو سره هم د اسلامي امارت تماسونه لا تقویه او پیاوړي شي او یو حل لارې ته ورسېږو، څو هغه اندېښنې چې شته پای ته ورسېږي او یوه سالمه فضا رامنځ‌ته شي."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې، امریکایي پلاوي په خوندي ډول د امریکایي اتباعو او هغو افغانانو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې امریکا ته کار کړی په وتلو، د مېرمنو، نجونو او لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب په اړه د طالبانو د شویو ژمنو د عملي کېدو په ارزښت ټینګار کړی دی.

د اعلامیې له مخې، امریکايي پلاوي ژمنه کړې چې په را روان ژمي کې به د اړینو مرستو د رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو او بشري بنسټونو ملاتړ ته دوام ورکړي او دوی ژمن دي، ډاډ ترلاسه کړي چې د متحده ایالاتو بندیزونه د امریکا او د نورو نړیوالو بنسټونو له خوا اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو لار محدوده نه‌کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي، طالبانو ژمنه کړې چې په ټولو سطحو کې نجونو او ښځو ته د زده‌کړې او کار زمینه برابروي او ترخوا یې دا هم ویلي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو لپاره د ګواښ په مرکز بدله شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي سې شنبه ناوخته په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، په دې کتنو کې په سیاسي، اقتصادي، روغتیایي، پوهنې، امنیتي او بشري موضوعاتو خبرې شوې دي.

هغه زیاته کړې، طالبانو له امریکایي لوري غوښتنه وکړه چې په سملاسي توګه دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او ترخوا دې سیاسي مسایل دې له بشري هغو سره نه ګډوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې په اړه د بحث هېڅ یادونه نه ده شوې.

طالب چارواکي وايي، دوی پر خپلو مشرانو د بندیزونو او له تور نوم‌لړه د خپلو ځینو مشرانو د ایستلو په اړه هم له امریکایي پلاوي سره خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG