د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

ناټو: روسیه دې اوکراین سره د کړکیچ کمولو لپاره اقدام وکړي


د روسیې او اوکراین ترمنځ پوله
د روسیې او اوکراین ترمنځ پوله

د ناټو سرمنشي پرون سې شنبه (د لېندۍ ۹مه) وویل، د اوکراین د پولې په اوږدو کې د روسي ځواکونو تمرکز د دوی د بحثونو د اجنډا په سر کې دی.

ینس سټولټنبرګ دا خبره پرون د لاتویا په پلازمېنه رېګا کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې د لومړۍ ورځې په پای کې یوه کنفرانس ته وکړه.

د ناټو سرمنشي له روسیې غوښتنه وکړه چې د کړکېچ د کمولو لپاره دې اقدام وکړي:"موږ د روسي ځواکونو د استحکاماتو شاهدان یو. موږ ثقیله زغروال وسایط، بې پېلوټه الوتکې او جنګي ځواکونه وینو. له روسیې غوښتنه کوو چې شفافیت خپل کړي، ځکه دا حرکت توضیح شوی نه دی، نه یې د تحریک انګېزه معلومه ده. روسیه باید شفافیت ولري، د کړکېچ د کمولو لپاره دې اقدام وکړي."

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له روسیې غوښتنه وکړه چې د کړکېچ د کمولو لپاره دې اقدام وکړي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له روسیې غوښتنه وکړه چې د کړکېچ د کمولو لپاره دې اقدام وکړي

بل خوا د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د اوکراین پر پوله د روسي ځواکونو پراخ حضور غیر معمولي وباله او ویې ویل، د روسیې هر ډول اقدامات چې د کړکېچ د زیاتېدو سبب شي، د امریکا لپاره د لویې اندېښنې سبب دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په حواله، د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې شااوخوا یوسل او پنځوس زره پوځیان، درنې وسلې او پوځي وسایط ځای پر ځای شوي دي.

خو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون له مسکوه د پانګونې په باب یوې انلاین غونډې ته په خبرو کې د اوکراین له لوري ګواښونه د روسیې لپاره سره کرښه وبلل: "موږ له ناټو سره ایډیال اړیکې درلودې، په ځانګړي ډول د ۱۹۹۰یمې لسیزې په نیمايي کې، خو نه، زموږ له خبرداریو، خبرو او غوښتنو سره- سره د ناټو زیربناوې زموږ پولو ته نږدې شوې او کار دې ځای ته رسېدلی چې په پولنډ او رومانیا کې د توغندي ضد سیسټمونه ځای پر ځای شوي دي."

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکراین له لوري ګواښونه د روسیې لپاره سره کرښه وبله
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکراین له لوري ګواښونه د روسیې لپاره سره کرښه وبله

بل خوا د بریتانیا د بهرنیو استخباراتو (MI6) ادارې مشر، ریچارډ مور چین، روسیه، ایران او نړیوال ټرورېزم د نړۍ په سطحه لوی امنیتي مسایل وبلل او ویې ویل چې چین نن سبا د بریتانیا او د هغې د متحدانو لپاره له لویو ګواښونو ګڼل کېږي.

ده ویلي، د پیکنګ غلطه محاسبه کېدای شي، د یوې جګړې سبب شي.

ریچارد مور، د روسیې له خوا موجود ګواښونه جدي وبلل او ویې ویل چې مسکو د مسمومولو له لارې د وژنو د هڅو ملاتړ کړی، لکه په ۲۰۱۸میلادي کال کې په بریتانیا کې د پخواني جاسوس سرګي سکریپال مسمومیت، دغه راز یې سایبري حملې او د نورو هېوادونو په ډموکراتیکو بهیرونو کې د لاسوهنې هڅې کړې دي.

د لویدیځ او مسکو ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې روسیې په ۲۰۱۴میلادي کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه اشغال او له خپلې خاورې سره الحاق کړله، دغه راز یې د اوکراین په ختیځ کې د روس-پلوه بېلتونپالو ملاتړ ته دوام ورکړ.

XS
SM
MD
LG