د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

فوټبالر لیونل مسي د ۷م ځل لپاره طلایي توپ وګاټه


فوټبالر لیونل مسي
فوټبالر لیونل مسي

لیونل مسي د اووم ځل لپاره طلایي توپ وګاټه، د ښځینه فوټبالرانو دغه جایزه هسپانوۍ الکسیا پوتیاس وګټله.

دغه جایزه د فرانس مجلې له خوا هرکال د فوټبال تر ټولو غوره لوبغاړي ته ورکول کېږي.

مسي تېره شپه په پاریس کې وویل چې دوه کاله مخکې یې فکر کړی و چې د وروستي ځل لپاره یې د طلایي توپ جایزه ګټلې.

هغه زیاته کړه چې په جولای میاشت کې د کوپا امریکا په لوبو کې بریالیتوب په دې برخه کې کلیدی رول درلود.

مسي له دې مخکې، په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲، ۲۰۰۱۵، او ۲۰۱۹ کلونو کې طلایي توپونه ګټلي وو.

XS
SM
MD
LG