د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

افغانستان کې طالبان او د سیمه ایز اتصال راتلونکی


افغانستان کې طالبان او د سیمه ایز اتصال راتلونکی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:27 0:00

د افغانستان پخواني حکومت د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د افغانستان له لارې د سیمه ایز اتصال لپاره له یادو هېوادونو سره په یو شمېر پروژو همکاري پیل کړې وه. په دې کې د تاپي او کاسا ۱۰۰۰ سربېره ګنې نورې پروژې شاملې وې چې د سیمې هیوادونه یې د انرژۍ او سوداګرۍ په راکړه ورکړه سره تړل. د افغانستان نویو طالب واکمنو ظاهرا ددې پروژ د عملي کیدو د دوام هوډ څرګند کړی، خو ایا په افغانستان کې له رامنځ ته شوي بدلون وروسته به دا پروژې عملي شي؟ ایا د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونه د افغانستان اوسنیو شرایطو ته پام لا هم د سیمه ایز اتصال دې پروژو کې لېوالتیا لري؟ دا او د افغانستان له لارې د سیمه ایز اتصال د طرحو په تړاو نورې پوښتنې د ازادي راډیو د تاجکستان له څانګې مومن احمدي، د مشال راډیو څخه عبدالحی کاکړ او له ازادي راډیو څخه اجمل اند خپلو کې بحث کړي دي. دا بحث دلته کتلی شئ.

XS
SM
MD
LG