د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د کندز ټین جوړونکي: پخوا به مو ۴۰۰ بخارۍ جوړولې خو سږ یې بازار ښه نه دی


په کندز کې د بخاریو جوړولو یوه هټۍ
په کندز کې د بخاریو جوړولو یوه هټۍ

په کندز ښار کې یو شمېر ټین جوړونکي وايي، که څه هم نورکلونه به د ژمې په را رسېدو سره د دوی بازار ښه تود وو او د خلکو فرمایشونه به دومره زیات وو چې ان د سرګرولو ته به نه وزګارېدل، خو سږکال د فرمایشونو کچه چندانې خوند او رنګ نه لري.

پنځه څلویښت کلن عبدالله چې له ۲۵ کالو راهیسې په کندز ښار کې د ټین جوړولو هټۍ لري وايي: "نور کلونه یوازې ما د ژمي لپاره له ۴۰۰ دانو زیاتې بخارۍ جوړولې، خو سږکال مې ۳۰ دانې بخارۍ جوړې کړې، ځکه زیات شمېر خلک بې کاره شوي دي، خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي پیسې ورکې دي. نو له همدې وجې زموږ کار او بار هم خراب شوی دی."

د دوی د خبرو له مخې چې د نظام بدلون له امله زرګونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او پر خلکو میاشتنې عاید بند شوي او له همدې امله د دوی پیرېدونکي هم کم شوي دي.

په کندز کې ټین جوړونکي وایي، د تېر پرتله یې کار او بار پیکه شوی
په کندز کې ټین جوړونکي وایي، د تېر پرتله یې کار او بار پیکه شوی

څلویښت کلن خیرالله چې خپل روزګار د ټین جوړولو له لارې چلوي ازادي راډیو ته وویل: "د پخوا کلونو پرتله سږکال زموږ پېر او پلور کم شوی او د ټین جوړولو مواد هم ګران شوي. بې کارۍ زیاته شوې، د خلکو اقتصاد خراب شوی او نه شي کولی چې د ژمي لپاره بخارۍ واخلي. موږ له طالبانو غواړو چې له نړیوالو سره خپل تعاملات عادي کړي ترڅو په هېواد کې اقتصادي ستونزې هوارې شي."

پنځه دېرش کلن محمدنادر د پخواني حکومت د ملي اردو سرتیری و وايي، پخوا یې خپل روزګار د میاشتنې تنخوا له لارې چلوه، خو اوس په ښار کې ترکاري پلوري او دومره ګټې چې پرې د بیګا او سبا ډوډۍ واخلي.

هغه وايي، که بخاري واخلي بیا ورته د سونګ توکي نه شي اخیستلی: "ژمي دی دومره وس نه لرو چې بخارۍ واخلو، که بخاري واخلو بیا لرګي او سکاره نه شو پیرلی. بې روزګاري ده کار هم نشته ده. دومره کار کوو چې د خپل ورځني روزګار مخته یوسو."

په کندز کې د بخاریو هټۍ
په کندز کې د بخاریو هټۍ

‍​د دې ولایت یو بل اوسېدونکی اسلام الدین وايي، د کور تودولو لپاره بخاري ته اړتیا لري، خو د اقتصادي ستونزو له وجې نه شي اخیستلي.

اسلام الدین وایي: "موږ دومره وس نه لرو چې بخارۍ واخلو، که بخاري واخلو بیا ورته د سونګ مواد نه شو اخیستلي. ورځ تر بلې په بازار کې د خوراکي توکو بیې لوړیږې. بې کاري هم زیاته شوې ده. طالبان باید خلکو ته د کار زمېنه برابره کړي."

په دغه ولایت کې ګڼ شمېر نور کسبګران هم وايي، وروسته له هغه چې پر افغانستان طالبان واکمن شول، د دوی کار او بار ټکنی شوی او پر دې سربېره د خلکو اقتصادي ستونزې لا پسې ډېرې شوې،د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي او بې کارۍ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده او خلک یې له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG