د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

کرکټ؛ نن اسټرالیا له بنګله دېش سره سیالۍ لري


د بنګه دېش لوبډله
د بنګه دېش لوبډله

د کرکټ د شل اوورونو نړیوال جام لوبو په ترڅ کې ټاکل شوې ده چې نن اسټرالیا له بنګله دېش سره سیالۍ وکړي.

دا لوبه د اسټرالیا لپاره مهمه ده.

بنګله دېش له دې جامه وتلی دی او اسټرالیا باید بنګله دېش ته په ډېر توپیر ماتې ورکړي چې نیمه پایلوبې ته یې هيلې ژوندۍ پاتې شي.

د نن ورځې بله لوبه د ویسټ اینډیز او سریلانکا ترمنځ ده.

سریلانکا بل پړاو ته د وتلو هیله نه لري خو د ویسټ انډیز لا هم هیله شته.

د شل اورونو د کرکټ د نړیوال جام لوبې په متحد عربي اماراتو او عمان کې روانې دي.

دا لوبې د اکتوبر په اوولسمه پيل شوې او پایلوبه به یې د نومبر په څوارلسمه وي.

XS
SM
MD
LG