د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

هند سره د افغان کرکټ لوبډلې سیالۍ؛ لوبډله وايي تمرینونه یې کړي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال شل اووره جام کې د خپلې څلورمې مسابقې لپاره پرون تمرینونه وکړل.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا چهارشنبه(د لړم ۱۲مه نېټه) له هند سره په ابوظهبۍ کې مخامخ شي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، تر دې دمه پرېکړه نه ده شوې چې د پخواني کپتان او تکړه لوبغاړي اصغر افغان په ځای به څوک په لوبډله کې شامل کړل شي.

اصغر افغان د یکشنبې په ورځ له نامیبیا سره له سیالۍ وروسته له ملي لوبډلې استعفا ورکړه.

افغانستان تراوسه پورې په تېرو درېيو مسابقو کې دوې ګټلي، یوه په لږ توپیر بایللې، خو د هند لوبډلې دوې سیالۍ کړي او دواړه په ډېر توپیر بایللي دي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان پر هند سربېره له نیوزیلنډ سره هم مخامخ شي.

که افغان لوبډلې له دې دواړو سیالیو یوه هم وګټله، په غالب ګومان به بل پړاو ته د رسېدو چانس ترلاسه کړي.

تېره شپه په لومړي ګروپ کې د انګلستان لوبډلې په ۲۶ منډو سریلانکا ته ماتې ورکړه.

انګلستان تراوسه ۳ سیالۍ کړي او درې واړه یې ګټلي دي.

له انګلستان وروسته په لومړي ګروپ کې سریلانکا دوهم ځای لري، خو په دوهم ګروپ کې له پاکستان وروسته افغانستان دوهم دی.

XS
SM
MD
LG