د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

د امر بالمعروف وزیر: طالبان د ښځو چارو وزارت پر نوې تګلاره کار کوي


طالبانو د کندهار د ښځو چارو رياست هم د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نوم ونوماوه.
طالبانو د کندهار د ښځو چارو رياست هم د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نوم ونوماوه.

افغانستان کې د امر بالمعروف وزیر وایي، طالبان د ښځو چارو وزارت پر نوې تګلاره کار کوي.

شېخ محمد محمود نن چهارشنبه (د تلې ۲۸مه) د کندهار د ښځو چارو رياست د امر بالمعروف په نوم ونوماوه او ويې ویل چې د امر بالمعروف دنده به ټولنه کې د جرمونو او فساد سره مبارزه وي.

له پلازمېنې کابل وروسته طالبانو د کندهار د ښځو چارو رياست هم د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نوم ونوماوه.

د طالبانو د امر بالمعروف وزير شیخ محمد محمود په دې اړه جوړو شوېو مراسمو ته وویل چې مبارزه يې د اسلامي احکامو د تطبیق لپاره وه،‌ خو داسې ګام نور نه اخلي چې د امر بالمعروف د اوامرو د تطبیق په نوم د یو چا عزت او حیثیت ته زيان ورسيږي.

شېخ محمد وايي، د کار ډول يې په تدریجي توګه د اسلامي احکامو عملي کول دي.

دده په وینا دا ځل د تېر په شان چا ته د سزا او محاکمې دنده نه لري بلکې د خلکو د پوهولو کوښښ کوي.

دی زیاتوي: "یوازې امر بالمعروف دې ته نه وايي چې موږ خدای مه کړه کوم مسلمان ونیسو او هغه ووهو او وټکوو، موږ به د منکراتو ازاله کوو او لومړی به یې د خپلو مجاهدینو څخه پیل کړو."
د طالبانو د کابينې دغه غړي يو ځل بيا د مېرمنو د حقونو او د نجونو د تعلم په اړه د طالبانو مخالفت رد کړ او ویې ویل چې طالبانو د ښځو چارو وزارت له منځه نه دی وړی، بلکې د مېرمنو د حقونو د دفاع لپاره د ښځو چارو وزارت او د نجونو د تعلیم پر نوې تګلاره کار روان دی.

افغانستان کې د امر بالمعروف وزیر شېخ محمد محمود
افغانستان کې د امر بالمعروف وزیر شېخ محمد محمود

شېخ محمد زیاته کړه:

"اسلامي امارت د ښځو په نوم د تشکیل شوي وزارت لغوه کېدل نه غواړي بلکې اسلامي امارت د هغه لپاره یو چوکاټ ترتیبوي."

بل خوا د کندهار د امر بالمعروف او نهي عن المنکر تازه ټاکل شوی رئیس شیخ الحديث عبدالرحمن منير وايي، د ټولنې د ثبات لپاره به هرګام له ديني عالمانو سره په ګډه پورته کوي.

په کابل کې د طالبانو له خوا د ښځو چارو وزارت پرځای د دعوت، ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت رامنځته کول او د چهارشنبې په ورځ په کندهار کې د ښځو چارو ریاست هم په دعوت، ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر نومول د بشري حقونو مدافعانې په تېره بیا د کندهار ولایت د بشري حقونو فعالانې د طالبانو پر دې اقدام انتقاد کوي او وايي چې طالبان د ښځو حقونو ته هيڅ ژمن نه دي.

د کندهار ولایت اوسېدونکې خبریاله او د حقونو فعالې مذلفه کاکړ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دوی تر ډېره پورې هڅه کوي چې ښځې چوپ پاتې شې او ښځې ونه شي کولی چې راووځي، د دوی د کارونو ښکاري چې نه غواړي ښځه دې په ټولنه کې کار وکړي او د خپلو ورونو ترڅنګ د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي، زما په فکر دوی اوس بیا هم ثابتوي چې هغه پخواني طالبان دي او د ښځو ازادي ته درناوی نه لري او ان دوی دا هم نه شي ویلی چې د نارینه او ښځو حقوق سره برابر دي."

که څه هم د طالبانو د مخکني دولت پرمهال د امر بالمعروف او نهي عن المنکر فعاليت جبري وو، خو دا ځل طالب چارواکي وایي، په ټولنه کې به د تېر خلاف د نرمۍ له لارې د منکراتو پر وړاندې مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG