د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

د کندز او کندهار پر چاودنو نړیوالو ورځپاڼو ځینې مقالې خپرې کړي


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په خپله تازه ګڼه کې د کندهار په ښار کې د شیعه‌وو په جومات کې دننه د جمعې د ورځي برید ته اشاره کوي چې نژدې پنځوس تنه په کې ووژل شول او تر دې یوه اوونۍ مخکې په کندز کې د جمعې د لمانځه پرمهال د شیعه په جومات کې ورته چاودنې د لسګونو نورو افغانانو ژوند واخیست.

واشنګټن پوسټ لیکي:

داسې سره ورته بریدونو دا اندېښنې زیاتې کړي دي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته نورې وسله والې ډلې په پياوړي کېدو دي او په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لپاره د پټن ځایونو د موندلو په لټه کې دي.

د ورځپاڼې په باور دا خونړۍ پېښې په ټول افغانستان کې د طالبانو د امنیت ټینګېدو د وړتیا په برخه کې هم شکونه پسې زیاتوي.

  • نیویارکر خپرونه

په نیویارکر خپرونې کې د خپرې کړې مقالې لیکوال هم د کندز او کندهار چاودنو ته اشاره کړې ده او د امنیت په برخه کې یې د طالبانو پر وړتیا شک څرګند کړی دی.

په دې مقاله کې وړاندې راغلې دي چې د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن چې کله په پسرلي کې اعلان وکړ چې ټول امریکایي ځواکونه به له افغانستانه وباسي داسې ښکاره شوه چې دا پرځای سیاسي پرېکړه ده او د ولسمشر ټرمپ د وخت د ګډوډیو مخه ورسره نیسي.

نیویارکر بیا لیکي:

نژدې شل کلنه جګړه نوره د امریکایي خبرونو له سرلیکونو په لوېدو او له ذهنونو په ورکېدو وه.

کیڼ اړخي او ښي اړخي رای ورکوونکي دې ته لېواله و چې د بایډن اداره دا تقریباً هېره شوې جګړه نوره ختمه کړي.

  • اتلانتیک

د لویدیځ بله خپرونه، اتلانتیک بیا په خپله تازه ګڼه کې لیکي، په پيل کې چې طالبانو کابل ونیو تر هغې شېبې چې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتل نړیوالې ټولنې افغانستان ته ډېره پاملرنه کوله، خو د سېپټمبر له نیمایي را وروسته، افغانستان د رسنیو له سرټکو لویدلی دی.

په اتلانتیک خپرونه کې دا مقاله د یاسمین سرحان په نوم یوې خبریالې لیکي ده.

د دې خبریالې په باور په رسنیو کې د افغانستان د پېښو هېرېدل د طالبانو لپاره یو فرصت دی چې انتظار یې ورته کاوه.

په دې مقاله کې وړاندې راغلې دي چې طالبانو په لومړیو ورځو کې له امریکایانو سره د دوه زره شلم کال د سولې د تړون ژمنې تکرارولې چې د خپلې تیرې واکمنۍ په څېر چلند به نه کوي، د ښځو د حقونو درناوی به کوي خو د اسلامي شریعت په چوکات کې، د بیان ازادۍ ته به د ملي ازښتونو په چوکاټ کې ژمن وي، له پخوانیو چارواکو او هغو کسانو به غچ نه اخلي چې له امریکایایي او ناټو ځواکونو سره یې کار کړی دی، خو اوس چې له افغانستانه د نړیوالو توجه تر ډېره اوښتې ده، د طالبانو هغه بله څېره راڅرګنده شوې ده چې پر ښځو یې فشار زیات کړی، کار او زده کړو ته یې نه پریږدي او د افغانستان په مرکزي سیمو کې یې پر اقلیتونو فشارونه هم ډېر کړي دي.

XS
SM
MD
LG